د كشمير تر آزادۍ به د كشمير مقدمه په هر فورم او هر مېدا?? پورته كوؤ
د آزاد کش??یر صدر او وزیر اعظم سره د آزادي كشمير رېلي مشري
اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د كشمير كمې??ۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد مركزي عيدګاه كښې اولس ته د خطاب كولو په مهال ووئيل د وزیراعظم عمران خان په امر زه د اختر په موقع كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له راغلے يمه۔ ماسره د كشمير كمېټۍ غړي هم راغلې دي۔ شهریار خان آفریدی ووئيل وزیراعظم عمران خان د کش??یر د حقيقي سفير په حېث د ګردې نړۍ په مهمو فورمونو د كشمير د آزادۍ مقدمه پورته كړې ده۔ مونږ كشمير لپاره هر ډول قربانۍ وركولو له چتو يؤ۔ ??ه ووئيل د كشمير مسئلې به كومه سودا كولې نه شي۔ د كشمير تر آزادۍ به د كشمير مقدمه پورته كوؤ۔ شهریار خان آفریدی ووئيل فاشسټ مودي حكومت ته دې دا معلومه شي چې مونږ د كشميريانو په تحريك كښې دوئي سره څنګ په څنګ ولاړ يؤ۔ ??ه ووئيل د كشمير تر آزادېدو به د كشمير مقدمه په هر فورم او هر مېدا?? پورته كوؤ۔ دښمن ته دې معلومه شي چې كشمير كاز لپاره د پاكستان اولس ٬ سياسي ګوند او د پاك پوځ په ش??ول ټول سټېك هولډرز يو موټي دي۔ شهریار آفریدی د آزاد كشمير وزيراعظم فاروق حېدر او صدر سردار مسعود خان سره په ګډه كشمير لپاره د ويستلې شوي لاريون مشري هم وكړه۔