اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خ??ن سره د امریكن بزنس كونسل پلاوي د ګل په ورځ ليدلې دي۔ د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داوَد، د سرمایه كارۍ بورډ چئيرمېن عاطف بخاری او نور سینئر افسران هم په دې مهال موجود وؤ۔ پلاوي د حكومت د اړخه كاروباری ورورولۍ لپاره آسانۍ او په خاص توګه ایز آف ډوئنګ بزنس په اړه ګڼ اقدامات وستائل۔ پلاوي كښې بيلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو د خپلو ??مپنیو كاروباری هلو ځلو او اړوندو چارو په اړه وزیراعظم بریف كړو۔ د پلاوي غړو ووئيل د حكومت كاروبار دوسته پالیسیو په سوب پاكستان كښې د كار كوونكو امریكائي كمپنیو ډاډګيرنه شوې او خپلې سرمایه كارۍ ته پراختيا وركولو ??ښې خوښې لري۔ كاروباری طبقې لپاره نورو آسانيو راپيدا كولو ??ه اړه پ??اوي بيل تجاویز وزیر اعظم له وركړل۔ وزیرِاعظم پلاوي ته خطاب كښې ووئيل د كاروباری ورورولۍ د لارې نه و??اړ خنډان لري كولو، ګټه ور كاروبار لپاره موافق فضاء باوري كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده و??ئيل موجوده حكومت په ترجیحاتی بنیادونو د تعمیرات څانګې لپاره مراعات اعلان كړي دغسې چې نه يواځې تعمیرات بلكه دې سره تړون لرونكې صنعتونه وده و??ومي ۔ ده و??ئيل د كوچني او مينځني درجې كاروبار ودې لپاره اعلیٰ كچ كمېټی جوړھ شوې دغسې چې داسې كاروباری هلو ځلو ??ه لاره كښې ولاړ خنډان لري كړے شي۔ وزیرِاعظم د پلاوي د اړخه د وړاندې كړي تجاویز په اړه د تجارت صلاحكار او خزانې صلاحكار ته سپارښتنه و??ړه چې د دې سفارشات جاج واخلي دغسې چې د عمل وړ په تجاویز عمل درآمد باوري كړے شي۔ دغسې پلاوي د امریكن بزنس كونسل د اړخه د نورو 17 ملیونه روپو چیك د وزیراعظم كورونا ریلیف فنډ لپاره ه وركړو۔ دې څخه وړاندې د كونسل د اړخه 20 ملیونه روپۍ وزیرِ اعظم كورونا ریلیف فنډ لپاره وركړې شوې وې