ملتان 16 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي ګلګت بلتستان كښې مونږ د سپېځلو ټاكنو كولو بن??اد اېښودے ٬ د ګلګت په الېكشن كښې اولس د مسلم ليګ (ن) بيانيه رد كړې ٬ ګلګت بلتستان كښې د پپيلز ??ارټۍ او مسلم ليګ (ن) د دواړو اولسي پوزيشن په ډاګه شوے٬ په ټاكنو كښې په بشپړه خوښۍ د ګلګت بلتستان اولس ته پېروزئنې وړاندې كوو ۔ د دې ??يالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ملتان كښې بېلا بېلو دستورو ته وېنا او ميډيا سره ??برو كښې كړې۔ ده ووئيل د پولنګ په ورځ د واورې ورېدو باوجود دا ټران آٶټ سم دے او اولس په قطارونو كښې ولاړ ليدلي شوي۔ ده ووئيل پي ډي اېم په غېر ملكي اېجنډا عمل كوي څوك چې په هېواد كښې اړے ګړے غواړي۔ ده ووئيل د پي ډي اېم د مشرانو بيانيه او نظريات د يو بل نه مختلف دي ٬ د دوي اتحاد غېر فطري دے او غېر فطري څيز زر يا لږ وخت پس پائې ته رسېدے شي۔ ده ووئيل د وكرونا په سبب د هېواد ميعشت ته زيات زيان رسېدلے ٬ حكومت د كورونا په وړومبۍ چپه كښې اولس د لوږې نه ساتلے او تر كومې چې كېدې ??وه مرسته ئې كړې۔ده ووئېل اوس دوېمه چپه راغلې چې شدت ئې د وړومبۍ چپې په نسبت زيات دے اولس دې ??حتياط وكړي او په اېس او پيز دې ??مل وكړي