اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر په مشرۍ كښې په خېبر پښتونخوا كښې د سي پېك له مخې د بېلا بېلو جاري ??نص??بو په اړه د لوړې كچې غونډه د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه چې پكښې د خېبر پښتونخوا اعلې وزير محمود خان په خاص توګه ګډون كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو پروېز خټك، اسدعمر، علي آمين ګنډا پور، صوبائي وزير تېمور سليم جھګړا، د قامي اسمبلۍ غړي شېخ يعقوب پشمول د سي پېك رېګولېټري اتهارټۍ ٬ واپډا٬ پاكستان رېلوے او ?? نورو محكمو اعلٰې چارواكو ګډٶن وكړو۔ په دې موقع خېبرپښتونخوا كښې د سي پېك له مخې په جاري ??نص??بو تفصيلي خبرې ات??ې وشوې۔ په غونډه كښې د رشكئۍ اكنامك زون په پرانسته هم تفصيلي خبرې ات??ې وشوې او ?? كرونا وباء صورتحال له مخې د دې د پرانستې د نوې نيټې اعلان لپاره پرېكړه وشوه٬ په غونډه كښې د ډېر اسماعيل خان په اقتصادي زون هم تفصيلي خبرې وشوې او ?? دې په خاص اقتصادي زون جوړولو غور وكړې شو او اړوند ادارو ته د جامع پلان جوړولو امر وكړې شو۔ په غونډه كښې د هري پور حطار اكنامل زون په فېز ټو هم خبرې ات??ې شوې او ??ا د سي پېك باقاعده برخه جوړولو لپاره اړوند ادارو ته د جامع پلان وړاندې كولو امر وكړې شو۔ په غونډه كښې د چشمه رائټ بېنك كنال په ګټو هم تفصيلي خبرې وشوې او ??ا د وخت ضرورت ګرځولو سره ??نص??به عملي كولو لپاره د پروېز خټك په مشرې كښې د سټرنګ كمېټۍ په جوړولو اتفاق وشو