اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د ??زيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خصوصي اقتصادي زونز په بابله د بورډ آف اپروولز اوومه غونډه د ګل په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ غونډه كښې د خزانې او ريونيو وفاقي وزير ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د صنعت او پېداوار وفاقی وزیر حماد اظهر، د ??طل??عات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز، د ??زيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د ??نجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار، د خېبرپختونخوا وزيراعلی محمود خان، د سندھ او بلوچستان چیف سې??رټریز، د سرمايه كاري بورډ چیئرمېن ٬ د اېف بي آر چیئرمېن او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د ګلګت بلتستان وزيراعلی او د سټېټ بېنك ډپټي ګورنر د ??ېډيو لنك د ??ارې غونډه كښې ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيل شول ګرد هېواد كښې د 19 خصوصی اقتصادي زونز نوټیفکېشن جاري شوے۔ بورډ د خصوصي اقتصادی زونز انټرپرائز اېډمېشن و سېل/لیز آف پلاټ ریګولېشنز 2020ء منظوري هم وركړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل صنعتي پرمختګ اقصتادي پرمختګ له ضروري دے۔ هغه ووئيل حكومت سرمايه كارو ته كاروبار كښې د آسانيو وركولو عزم لري۔ وزیراعظم ووئيل خصوصي اقتصادي زونز كښې د اقتصادي هلو ځلو سره به ځائي هنرمندو او غېر هنرمنده افرادي قوت لپاره د روزګار موقعې زياتې شي۔دغسې وزیراعظم خصوصی اقتصادی زونز كښې په ترجيحي بنيادونو د برېښنا او ګېس په شمول د ??وټېلېټي خذماتو د ??ركرې سپارښتنه وكړه