پېښور 16 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمر??ن خان وئيلي دي حک??مت د سېنېټ ټاكنې د شو آف هينډز د لارې كولو لپاره سپريم كورټ څخه په مراجعه كولو غور كوي، په دې لړ كښې په ټولو قانوني اړخونو مشاورت روان دے، د مخالفې ډلې د جلسو نه حك??مت ته هېڅ خط?? نشته٬ مخالفې ډلې ته به اېن آر او نه ترلاسه كېږي۔ د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاٶس كښې ميډيا سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل حك??مت د سېنېټ په سپېځلې او منصفانه الېكشن باور لري، په ټولو قانوني اړخونو مشاورت روان دے ٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې د ماضي حكومتونو لپاره هارس ټرېډنګ زيات آسان ٶ خو په دې عمل كښې په مبينه توګه ككړ د تحريك انصاف د صوبائي اسمبلۍ شل غړي د ګوند نه ويستلے شوې وو۔ د پي ډي اېم ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د تحريك انصاف حك??مت د حزب اختلاف د جلسو نه هېڅ خط?? نه لري، مخالفې ډلې د 34 پېجز اېن آر او غوښتې وه كومه چې به دوي ته نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې د لارښودو په ضد مقدمې په تېر دورونو كښې جوړې شوي٬ تحريك انصاف دا مقدمې نه دي جوړې كړې