ملتان 03 جنوري (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د بلوچستان په مچه سيمه كښې د 11 مزدورانو قتل د پاكستان غې?? مستحكم كولو سا??ش دے، د دې مزدورانو سترګې تړلو سره ويشتل شوي دي، د دې پېښې چې څومره غندنه وكړې ??ي كمه ده، مونږ به د دې سا??شونو مقابله كوو. په پاكستان كښې عدم استحكام پېدا كوونكي قوتونه اړې ګړې غواړي، مونږ به دوي بې نقابه كړو. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د مدني چوك فلائي اوور د بنياد تيګې كېښودلو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير ووئيل چې مونږ به د هند لخوا د پاكستان غې?? مستحكم كولو سا??شونه ناكامه كوو. ده ووئيل چې هند د جعلي وېب پاڼو او جعلي اېن جي اوګانو د لارې د پاكستان ??ه ضد چې كومه پروپېګنډا كمپائن پېل كړے و، هغه بې نقابه شوے. ده ووئيل چې د حكومت د پالېسو په نتيجه كښې د معيشت پايه روانه ده. مونږ به د پاكستان مخالف قوتونو ته ماتې وركوو. خارجه وزير ووئيل چې په فېصل آباد كښې هم د ټېكسټائل څانګه پرمختګ كوي او اوس ملونو لپاره مزدوان نه ترلاسه كېږي. په دستوره كښې اېم پي اے حاجي جاوېد اختر انصاري هم ګډون وكړو.