ملتان۔14فروری (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د پخواني خاص مرستيال او د پاكستان تحري?? انصاف تاسيسي غړي نعیم الحق لومړۍ کلیزه نن د فرورۍ په 15 مه ??ېټه لمانځلې شي۔ هغه تېر كال په دې ورځ د بلډ كېنسر ناروغتيا د لاسه په حق رسېدلے وو۔ نعيم الحق د كال 1949?? جنورۍ مياشتې په 11 مه نېټه كراچۍ كښې سترګی غړولې وې۔ د زده ??ړو ترسره كولو نه وروستو هغه لندن ته لاړو۔ دغلته د پاتې كېدو په مهال هغه د وزيراعظم عمران سره ملګرتيا پېل كړه۔ نعيم الحق د شمېر هغه كسانو كښې وو كومو چې د پاكستان تحري?? انصاف بنياد اېښودلے وو۔ د كال 2018ء ټاكنو نه وروستو هغه د عمران خان د باور وړ ملګرو كښې شمېرلے شو له دې كبله وزيراعظم عمران خان ه??ه د سياسي چارو خپل مرستيال ټاكلے وو