اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) چيف الېكشن كمشنر سكندر سلطان راجه وئيلي دي د سېنېټ ټاكنو لپاره د ضابطه اخلاق په مسوده مښې به د س??اسي ګوندونو تجويزونه په حمتي ضابطه اخلاق كښې شاملولې ??ي او په درې مياشتني بنيادونو به سياسي ګوندونو سره مشوره كولې ??ي. ده دا خبرې د ګل په ورځ په الېكشن كميشن سېكرټرېټ كښې د سېنېټ ټاكنو لپاره د پارلماني ګوندونو په تجويز شوې ضابطه اخلاق د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د ټاكنو د كميسون غړو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د تحريك انصاف نمائندګي مركزي نائب صدر ارشد داد، د مسلم ليګ نمائندګي د ق??نو?? پخواني وزير زاهد حامد، د پيپلز پارټۍ فرحت الله بابر، تاج حېدر، د اے اېن پي غلام احمد بلور، زاهد خان، د جمهوري وطن پارټۍ شاه زېن بګټي، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان كاكړ وكړه. د تجويز شوې ضابطه اخلاق په اړه د پارلماني ګوندونو استازو ته تفصيلي بريفنګ وركړے شو. سياسي ګوندونو په دې لړ كښې خپل تجويزونه وركړل. چيف الېكشن كمشنر په غونډه كښې په ګډون كولو د س??اسي ګوندونو د استازو مننه وكړه او باور ئې وركړو چې د سېنېټ ټاكنو لپاره د ضابطه اخلاق په مسوده كښې به د س??اسي ګوندونو تجويزونه په حمتي ضابطه اخلاق كښې شاملولې ??ي.