لاهور۔22مارچ(اے پی پی) د وزیر اعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كو??سل او د دارالافتاﺀ پاكستان صدر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د كورونا واكسين لګول په شرعي توګه جائز دي۔ مخير حضرات د زكواة پېسو سره واكسين اخستلے او مستحقينو ته لګولې شي۔ د روژې مباركه مياشت كښې د جوماتو بندولو په كو?? وړاندېز غور نه كېږي۔ د وزیر اعظم عمران خان ښكاره دريځ دے چې د جوماتونو نه د الله اكبر آواز پورته كېدو كښې زمونږ نجات او كاميابي ده۔ مونږ له به په احتياطي تدبيرونو عمل كو?? وي۔ پاكستان د چا كالوني نه ده مونږ اتومي قوت يؤ۔ زمونږ پوځ او اولس په ګډه ترهګرۍ ته ماتې وركړې ده۔ هند سره د خبرو لاره د كشمير نه تېرېږي۔ پاكستان كو?? كمزورې هېواد نه دے۔ د اسرائيل تسليمولو پروپېګنډا وكړې شوه۔ مونږ له به د دې ډول پروپېګنډو نه بچ كېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه متحدہ علما بورډ ،پنجاب انسټیټیوټ آف قرآن بورډ كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع مولانا مفتی فلک شیر ،علامه محمد اسلم صدیقی ،مولانا اسد اللہ فاروق، مولانا محمد شفیع قاسمی، مولانا محمد خان لغاری، مولانا قاسم قاسمی ،مولانا طاهر عقیل اعوان ،مولانا مفتی حفیظ ??لر??من ،مولانا اسلم قادری، مولانا نعمان حاشر، علامہ ??بیر عابد، مولانا محمد ایوب صفدر ،مولانا نور الحق مجاهد ،مولانا حافظ کاظم رضا ،پیر اسعد حبیب شاہ جمالی،مولانا ابوبکر صابری ،مولانا نائب خان ،علامہ ??اهر الحسن ،مولانا حبیب ??لر??من عابد، مولانا اشفاق پتافی، قاضی مطیع اللہ سعیدی ،مولانا قاری شمس الحق، علامہ ??لام اکبر ساقی ،مولانا عقیل زبیری ،علامه عبد??لر??وف، مولانا مفتی عمران معاویه، مولانا مفتی عمر فاروق، مولانا اسعد زکریا قاسمی، مولانا عزیز اکبر قاسمی ،مولانا سعد اللہ شفیق هم موجود و۔ په دې موقع د دارالافتاﺀ پاكستان نه فتوي جاري كو??و سره د كورونا واكسين لګول جائز ګرځولو سره مولانا حافاظ محمد طاهر اشرفي ووئيل د کورونا وائرس وبا نه بچ كېدو لپاره كورونا واكسين د وخت او حالاتو ضرورت دے۔ د سعودي عربستان دارالافتا مجمع الفقه الاسلامی جدہ او د دارالافتا مصر په شمول د اسلامي نړۍ مهمو هېوادونو د كورونا واكسين لګول شرعي ذمه واري ګرځولې ده دغسې چې خپ??ه هم بچ پاتے شؤ او نور هم بچ وساتلے شؤ۔ هغه وئيل د رنځ په معامله كښې د طبي پوهانو رائې حتمي وي۔ د اسلامي نړۍ مهمو لارښودو د كعبې امام شېخ عبد??لر??من السدېس مفتی اعظم سعودی عرب او د فلسطين صدر په شمول نورو مسلمانانو لارښودو واكسين لګولې دي۔ حافظ محمد طاهر اشرفی زياته كړه چې د لمونځ په مهال جوماتونو كښې د لمونځ ګزارو ترمينځه چې كو??ه فاصله طبي پوهانو ښودلې هغه د ضرورت او احتياط په دائره كښې راځي ځكه په لمونځ كو?? اثر نه پرېوزي۔ هغه ووئيل د روژې مباركه مياشت كښې د جوماتو بندولو په كو?? وړاندېز غور نه كېږي۔ د وزیراعظم عمران خان ښكاره دريځ دے چې د جوماتونو نه د الله اكبر آواز پورته كېدو كښې زمونږ نجات او كاميابي ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل كورونا يوه وبا ده كو??ه چې چاته هم لګېدې شي۔ په دې ناروغتيا طنز كو?? سم نه دي۔ د وزيراعظم صحت ښه دے او وزيراعظم لپاره د دعاګانو او نېكو هيلو په پېغامونو ټوله اسلامي نړۍ كښې د هغه روغ صحت له دعاګانې روانې دي۔ وزيراعظم لپاره د دعاګانو او نېكو هيلو په پېغامونو د سعوي عربستان باچا خادم الحرمېن الشريفېن سلمان بن عبد العزيز او د هغه د ولي عهد ٬ د قطر امير او د فلسطين صدر په شمول د اسلامي نړۍ د مهمو هېوادونو لارښودو لخوا مننه كو??۔