اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) پاکستان د بنګله دېش په يو كېمپ كښې د روهنګيا كډوالو په مرګونو د غم دړد څرګندونه كولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې هغوي بنګله دېشي كېمپون?? كښې د روهنګيا مسلمانانو ستونزو ته پام لرنه وكړي ۔ د خارجه دفتر ??خو?? د شورؤ په ورځ جاري يو ټويټ كښې وئيلي شوي مونږ ته د کاکس بازار كډوالو كېمپن?? كښې په لويه كچه د اور لګېدو په پېښه سخت خفګان رسېدلے د كومې په نتيجه كښې چې ځينې كډوال مړه شوي او په لويه كچه تباهي شوې۔ پاكستان ځپلو وګړو او د هغوي كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره وئيلي دي د روهنګيا مسلمانان پرله پسې ستونزو او ??صي??تونو سره مخ دي۔ خارجه دفتر په نړيو??له ورورولۍ زور راوړو چې هغه د روهنګيا مسلمانانو ??ه ستونزه قابو موندلو له په ګډه كار وكړي۔ د غېر ملكي خبر رسنې ادارې له مخې بنګله دېش كښې د روهنګيا كډوالو كېمپون?? كښې په لويه كچه د اور لګېدو پېښی په نتيجه كښې لږ تر لږ 15 كسان مړه شوي او 400 نور تر دې دمه بې دركه دي۔