اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د جاپان سفير كونينوري مټسوډا د ګل په ??رځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ په دې موقع د جاپان سفير محمد صادق سنجراني ته پھ دوهم ځل د سېنېټ چيئرمېن په ټاكل كېدو كېدو مباركي وركړه۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د شريكې خوښې په چارو او د منطقې په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه. په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان جاپان س??ه خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري٬د پاكستان او جاپان ترمينځه معاشي مرستې لا ښه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د پارليماني روابط ودې څخه په نورو څانګو كښې هم مرسته ښه كېدې شي۔ ده ووئيل چې د بلوچستان صوبه د قدرتي وسائلو او معدنياتو څخه ډكه ده۔ د معدنيات او كبان نيونكو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ استعداد موجود دې۔ده ووئيل چې د كشمير مسئلې حل لپاره نړيوالې ورورولۍ له كردار ادا كول پكار دي٬كشمير يوكليئر فلش پوا??نټ جوړ شوې كوم څخه چې نه يوازې پاكستان او هند بلكې ټولې منطقې لپا??ه خطرناك نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ د جاپان سفير په خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان او جاپان اړيكې ډېر اهميت لري٬جاپان پاكستان سره تجارتي مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئيل چې پاكستانيانو ته په جاپان كښې د ملازمت وركولو منصوبه بندي روانه ده