اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د شهباز شر??ف بهرنې هېواد ته د تللو د پرېكړې په ضد به د اپيل حق كاروو، د شهباز شر??ف ګ??رنټي څنګه قبوله كړې كوم چې د بل مفرور نواز شر??ف ګ??رنټي پوره نه كړې شوه. د اتوار په ورځ په پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې د وزيراعظم د كورنيو چارو او احتساب سلاكار شهزاد اكبر سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د تېرو يو دوه ورځو څخه د شهباز شر??ف بهر هېواد ته د تللو په اړه چې كومې معاملې روانې دي، په دې خبره كولو لپاره راغلي يو. وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان، د پي ټي آئي ، زما يا د شهزاد اكبر شهباز شر??ف سره كومه ذاتي جګړه نشته او نه چې شر??ف كورنۍ كومې پېسې غلا كړې دي، هغه زمونږ دي كومو لپاره چې مونږ اقدامات كوو. ده ووئيل چې د كال 1998 څخه تر كال 1999 او بيا د كال 2008م څخه تر كال 2018م په شل كلونو كښې منظم كرپشن شوے. په پاكستان كښې دوه كورنيو وار په ورا حكومت كړے چې پكښې د شر??ف كورنۍ برخه زياته ده. په دې دورونو كښې د پاكستان څخه اربونه روپې غلا كړې شوې دي او پېسه په بېلا بېلو طريقو سره بهر منتقل كړې شوې او هلته پرې جائيدادونه اخستل شوي دي. ده ووئيل چې نواز شر??ف او د هغه بچي چې په كوم ځائ كښې اوسي، هلته د اربونو روپو د ماليت 4 اپارټمنټس دي ، په برتانيه كښې يو اپارټمنټ د شر??ف كورنۍ په نوم دے، يوازې د برتانيې د اپارټمنټ قيمت 45 مليونه پاٶنډ دے او د جائيدادونو مجموعي ماليت اربونه ډالر جوړېږي. ده ووئيل چې مريم نواز په ټي وي وئيلي وو چې لندن خو څه په پاكستان كښې ئې هم كوم جائيداد نشته خو بيا د المان ورځپاڼې د بدنام حكمرانانو د جائيدادونو قېصه د پانامه سكېنډل په نوم وړاندې كړه. د شر??ف كورنې نوم هم په دې سكېنډل كښې شامل و. وفاقي وزير ووئيل چې د كرپشن په ضد پاكستان تحريك انصاف خپل فرض ترسره كړے، اوس ټول قوم ته په دې كښې برخه اچول دي چې پكښې عدالتونه، پراسيكيوشن او نورې اړوند ډلې شاملې دي. ده ووئيل چې زمونږ اختيارات لا محدود نه دي. دلته د عدالتونو او پراسيكيوشن نظام دے. ده ووئيل چې جسټس جاوېد اقبال ته مباركي وركوو كوم چې د تورنو څخه 400 اربه روپې ترلاسه كولو سره په قومي خزانه كښې جمع كړې. دا پياوړې كاركردګي ده. عدالت د پانامه كېس پشمول غوره پړېكړې كړې دي او دې سره دا تاثر جوړ شو چې د كرپشن په ضد د عدالت مهم كردار دے. ده ووئيل چې د شهباز شر??ف بهر هېواد ته د تللو اجازه د نظام زوړ والې دے، په يوه ورځ كښې خواست دائر كول، نوټس كېدل او په يوه ورځ كښې د بهر تللو اجازه ترلاسه كېږي. كېدے شي چې كومه بېړنې معامله وي خو پراسكيوشن هم نه دې اورېدل شوې. ده ووئيل چې د پنجاب د روغتيا وزيره ياسمين راشد د شهباز شر??ف نه زياته بيماره ده، هغه په پاكستان كښې علاج كوي، بايد نواز شر??ف او شهباز شر??ف هم په پاكستان كښې علاج وكړي. ده ووئيل چې شهباز شر??ف ته د بهر تللو اجازې سره د زرګونو په شمېر نور بنديان هېر كړې شوي دي. ده ووئيل چې چې د شهباز شر??ف بهرنې هېواد ته د تللو د پرېكړې په ضد به د اپيل حق كاروو، د شهباز شر??ف ګ??رنټي څنګه قبوله كړې كوم چې د بل مفرور نواز شر??ف ګ??رنټي پوره نه كړې شوه.