اسلام آباد 12جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا زياتېدونكې پېښې په نظر كښې ساتلو سره يوځل بيا نړي??ال?? مشرانو ته وئېلي دي چې په سوشل مېډيا د كركې خپرونكو او انتهاخوښۍ په ضد دې كريك ډاؤن وكړې ??ي بايد د كركې خپرونكو وېب پاڼو په ضد په نړي??ال?? كچه كاروائي وشي۔ځينې نړيوال مشران او د لوېديزو هېوادونو مشرتابه ??ه دې معامله نه پوهېږي٬د رائے د اظهار د آزادۍ حد تر هغه ځاې دې۔تر كومه چې بل انسان د دې نه مجروح نه شي٬ده دا خبرې په لندن انټاريو كښې د مسلمانانو په نښه كېدو او د اسلامو فوبيا د زياتېدونكو پېښو په اړه د كاناډا براډ كاسټنګ كارپورېشن(سي بي سي)سره په مركه كښې وكړې كومه به چې (نن) د اتوار پھ ورځ خپرولې شي۔د لندن انټاريو په بريد كښې په كاناډا كښې د مېشته پاكستانۍ كورنۍ څلور كسان په حق رسېدلي وو او پكښې يو 9 كلن هلك سخت ژوبل شوې وو٬جنوني بريد كونكي په دوي ټرك ورخېژولې و٬د كاناډا پوليسو وئېلي وو چې پاكستانۍ كورنۍ په دې په نښه كړې ??وې چې هغه مسلمانان وو دا كورنۍ په كال 2007م كښې د پاكستان څخه كاناډا ته منتقل كړې ??وې وه۔وزيراعظم عمران خان په ټوېټر د دې پېښې سخته غندنه كولو سره دا ترهه ګري ګرځولې او د اسلامو فوبيا په زياتېدونكو پېښو يې اندېښنه ښودلې٬سي بي سي سره په مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په پاكستان كښې د دې پېښې ډېر ژور اثر شوې په كومه كښې چې يوه پاكستانۍ كورنۍ په نښه كړې ??وې۔وزيراعظم ووئيل چې په لوېديزو هېوادونو كښې انتهاخوښي او د اسلامو فوبيا زياتېدونكې پېښې د دې خبرې تقاضه لري چې نړيوال مشران دې مسئلې ته ښه پام وكړي او د دې مخ نيوي لپاره سخت اقدامات وكړي۔ده ووئيل چې داسې وېب پانې كومې چې كركه خپروي د هغوي په ضد دې په نړي??ال?? كچه سخته كاروائي وكړې ??ي۔وزيراعظم ووئيل چې ده د كاناډا وزيراعظم جسټن ټرډو سره دا معامله پورته كړې ??و هغه د دې مسئلې د اهميت نه خبر دې۔هغه يو داسې لارښود دې كوم چې د آن لائن كركې خپرونې او د اسلامو فوبيا په اړه ادراك لري باي?? نور نړيوال مشران هم د دې معاملې په اهميت ځان پوهه كړي او بايد د دې مخ نيوي لپاره اقدامات وكړی شي۔وزيراعظم ووئيل چې ځينې لوېديز او نړيوال مشران د دې معاملې د اهميت ادراك نه لري۔ده ووئيل چې هغه د انتهاخوښۍ په ضد د جسټن ټروډو د زياتره خيالاتو سره اتفاق لري خو په كاناډا كښې ځينې قوانين هم د اسلامو فوبيا س??ب جوړېږي۔په دې لړ كښې ده د كيبكس بل 21 ح??ال?? وركړه د كوم د لارې چې د ښوونكو او پوليس افسرانو پشمول په سركاري ملازمينو د خپلو مذهبي علاماتو په اغوستلو بندېز لګولې شوې۔وزيراعظم ووئيل چې دا هم د سيكولر انتهاخوښۍ يو شكل دې كوم چې د مسلمانانو په ضد د عدم برداشت سبب جوړېږي۔ده ووئيل چې د رائے د اظهار د آزادۍ تر هغه ځاې حد وي چرته چې بل انسان د دې څخه مجروح نه شي۔وزيراعظم عمران خان پرله پسې د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كوي او يو شمېر نړيوال مشرانو سره يې په ملاقاتونو كښې او په نړي??ال?? پليټ فارمونو يې په دې لړ كښې په بشپړه ډول خبره كړې٬د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې هم ده په دې لړ كښې خبرې كړی وې او خبردارې يې وركړې و چې د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره دې نړي??ال?? ټولنه خپل كردار ترسره كړي۔