اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د قومي ا??تس??ب بېورو (نېب) چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال د ګل پ?? ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے او د سېنېټ چيئرمېن ته ئې د نېب كلن رپورټ (2020) وړاندې كړے۔ جسټس (ر) جاوېد اقبال د سېنېټ چيئرمېن هېواد كښی د روان ا??تس??بي عمل په اړه خبرولو كښې ووئيل هېواد كښې د ا??تس??ب عمل زيات سپېځلے او فعاله جوړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل د ا??تس??ب په عمل كښې دې سپېځلتيا په هر حال په ځاې وساتلې شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې د ا??تس??بي عمل په بهانه د تاجرانو او سرمايه كارو د ځورولو تاثر دې لرې كړی شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كرپشن ختمولو س??ه به سوداګرې ورورولۍ ته په زړه پورې چاپېرچل ترلاسه شي چې ورس??ه به هېواد كښې تجارت او سرمايه كاري وده وكړي۔ د نېب چيئرمېن ووئيل د پارليماني غړو ٬ اړوندو همكارانو او كاروباري ډلو لخوا به د غوره وړاندېزونو هركلے كولے شي۔ هغه ووئيل د ا??تس??ب عمل نه بايد څوك يره ونه لري۔ د قامي ا??تس??ب بېورو ايجنډا د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له په زړه پورې او د كرپشن نه پاك چاپېرچل رامخې ته كول دي۔