اسلام آباد 29 جون(اے پی پی) د سېنېټ د كورنيو چارو قا??مه كمېټۍ په غونډه كښې د ميوچول ليګل اسسټنس ترميمي بل 2021 ٬ د كورنيو چارو وزارت او د ماتحت ادارو د چارو تر سڅره ??ولو د طريقه كار جاج اغستلے شوے۔د قا??مه كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محسن عزيز په مشرۍ كښې د پارليمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ميوچول ليګل اسسټنس ترميمي بل 2021 ٬ د كورنيو چارو وزارت او د ماتحت ادارو د طريقه كار د معاملو تفصيلي جاج واخستلے شو۔د سېنېټ سېكرټړېټ له مخې د قا??مه كمېټۍ په غونډه كښې د ميوچل ليګل اسسټنس بل په اړه په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني٬سېنېټر اعظم نذير تا??ړ او رانا مقبول احمد ووئيل دا بل د قامي اسمبلۍ قا??مه كمېټۍ د تفصيلي جاج اخستو نه پس منظور كړے۔دا ډېر مهم بل دے۔د قانون وزارت ل??وا چارواكو غونډې ته ووئيل د دې بل په اړه صوبو سره ??م مشوره شوې وه۔د قا??مه كمېټۍ په غونډه كښې په نورو اړوندو چارو هم غور وكړے شو۔په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني٬سېنېټرز اعظم نذير تا??ړ او رانا مقبول احمد٬اعظم نذير تارړ٬مولا بخش چانډيو٬ثمينه ممتاز٬فيصل سليم رحمان٬شهادت اعوان٬فوزيه ارشد٬سيد فيصل علي س??زواري٬دلاور خان او مشتاق احمد نه علاوه د داخله وزارت سېكرټري٬د داخله وزارت اېډېشنل سېكرټري٬د اېف اے ټي اېف ډي جي٬ د اېف آئي اے ډائرېكټر٬د اسلام آباد ډي سي٬د اسلام آباد ډي آئي جي٬د نېكټا ډي جي٬د نادرا ډي جي او نورو د اړوندو ادارو چارواكو ګډون كولو۔