اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب په آزاد جمو و کشمير كښې په ??ېدونكو ټاكنو كښې د اپوزيشن لخوا د ټګۍ ادعاګانې رد كولو سره وئيلي دي چې آزاد جمو و کشمير كښې ټاكنې آزادې او په سپېځلې ډول كېږي٬ وزيراعظم عمران خان د کشمير رښتنې سفير دے چا چې په ??ړيوال فورم د كشمير مسئله په بشپړه توګه پورته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ??رځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل په آزاد جمو و کشمير كښې د م??لم ليګ (ن) حکومت ٶ او په خپل دور كښې ئې د كشمير كشاله نه ده پورته كړی۔ مريم نواز د انتخابي كمپائن په ??هال كشميرۍ كېدو ادعا كولو سره كشميريانو ته د دهوكې وركولو هڅه كړې٬ د دې نه علاوه مريم نواز د آزاد جمو و کشمير په انتخابي كمپائن كښې د هندي واكمنو او د هندي وزيراعظم مودي په ضد يو لفظ قدرې نه دې وئيلې۔ ده ووئي?? وزيراعظم عمران خان د کشمير رښتنې سفير دے او د ملګرو ملتونو ٬ او آئي ??ي٬ اروپائي ??ئتلاف پشمول په ??ر نړيوال فورم ئې د كشمير مسئله په بشپړه توګه رامخې ته كولو سره په ??قبوضه كشمير كښې د هندي قابض پوځ بربريت او د بشري حقونو په ضد خلاف ورزۍ بې نقابه كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب فرخ حبيب ووئيل د آزاد كشمير په ??اكنو كښې به پي ټي آئي ??كثريت سره كاميابېږي او كشميريان به پيپلز پارټي او م??لم ليگ (ن) رد كوي۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ او م??لم ليګ (ن) په ??اضي كښې په آزاد جمو و كشمير كښې حكومتونه جوړ كړي خو د دې دواړو ګوندونو مشرانو د كشميريانو د ژوند معيار ښه كولو لپاره په آزاد کشمير كښې پرمختيائي منصوبې او د خېرښګړې پروګرامونه نه دي پېل كړې۔