واشنګټن 23اګست (اے پي پي) امريکا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد د امريکائي كانګرېس غړي مائيك والټز هغه ادعا رد كړې كومه كښې چې ھغه وئيلي وو د پاکستانيپوځ لائحهد افغان ملي اردو د ماتي سبب ګرځېدلې۔ اسد مجيد د مائيك والټز په نامه خپله چيټۍ كښې وئيلي دي په حقيقت كښې پاکستا?? او امريکا د افغان كشالې سياسي حل لپاره په ګډه كار كوي او د دواړو هېوادونو بنيادي ??وښي دا خبره باوري كول دي چې افغانستان بيا د ترهګرو پټ ځاے جوړ نشي۔ پاکستاني سفير په ا??غانستان كښې د پخواني امريكائي پوځي افسرمائيك والټز لخوا د امريکي صدر جو بائيډن ته په ليكلې چیټۍ د خپل غبرګون څرګندونه كړې چې پكښې مائيك والټز په ا??غانستان كښې د صدر غني د حكومت خاتمې نه پس ادعا كړې چې د پاكساني پوځ لائحه عمل د افغان ملي اردو د طالبانو د لاسه د ماتي سبب ګرځېدلے۔ اسد مجيد خان ووئيل ډېره د بدمرغۍ خبره ده چې مائيك والټز په چيټۍ كښې په ا??غانستان كښې د پاکستان کردار ناسم وړاندې كړے۔ ده مائيك والټز ته ووئيل د پوځ ملازمت كونكے هر كس پوهېږي چې په كرپټ او عياش قيادت كښې پوځيان زړه بېلې او د دوي دښمن سره د جنګ جذبه ختمې??ي۔ ده ووئيل مونږ په ا??غان حكومت او طالبانو عمر له زور رواړے چې ھغوي نرمي وكړي او د نتيجې وړ خبرې اترې وكړي دغسې چې د مسئلې سياسي حل ولټولے شي او جامع جنګ بندي وكړې شي خو د بده مرغه يوې ډلې زمونږ خبره نه ده ا??رېدلې تر دې چې د اشرف غني حكومت خاتمې نه پس هم مونږ په ا??غانستان كښې په پراخه بنياد د داسې حكومت جوړولو ملاتړ كړے چې پكښې د ټولو افغان نسلونو نمائندګي وي۔ سفير خپل خط كښې افغانستان څخه د غېر ملكي خبريالانو٬ سفيرانو او د نړيوالو ادارو كارمندانو د ويستلو او دوي ته ويزے جاري كولو ٬ د پاكستان فضائي كمپنۍ لخوا مسافرود افغانستان څخه د راوېستلو په اړه هم ليكلي ده