لاهور 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي نړۍ كښې هغ?? هېوادونو پرمختګ كړے كومو چې يو ډول تعلیمی نصاب رائج کړے، د بده مرغه په ماضي كښې زمونږ په هېواد كښې تعليم ته پام لرنه نه ده شوې او مونږ خپل تعلیمی نظام نه دے ډویلپ كړے حالانکه د پاكستان جوړيدو نه پس بايد يو ډول نصاب جوړ شوے ؤ، اوسني دور كښې هېواد كښې يو ډول تعلیمی نصاب نافذوو د كومې به چې په سباؤن كښې زياته ګټه رامخې ته شي،مونږ له پ??ار دي چې خپل اولاد ته پخپله ژبه كښې تعليم وركړو او که د هغ??ي ښه تربيه وكړو او هغ??ي له د سیرت النبی ۖ په اړه هم تعلیم وركړو ۔ ده د شورو په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پنجاب ایجوکېشن کنونشن 2021 دستوري ته وينا كوله۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چودھری محمد سرور ، د پنجاب وزیراعلی سردار عثمان بزدار ، وزيران او د اسمبلۍ غړي هم موجود وؤ?? وزیراعظم ووئيل پنجاب كښې دا مهال چې څورمره ??ار كيږي كومه بله صوبه كښې نه كيږي خو بيا هم وګړي تنقيد كوي او وائي چې پنجاب تباہ كيږي۔ده ووئيل وجه دا ده چې تيرو حكومتونو په دروغو ??ار كولو او د كوچنے ??ار به ئې زيات تشهير كولو او اوس د لوي ??ار لږ تشهير كيږي۔ده ووئيل له بده مرغه به تير وخت كښې تعلیم ته پام لرنه نه ده شوې او هېواد كښې شارټ ټرم سوچ عام ؤ،نن څخه 50 كاله وړاندې پاکستان تندۍ سره مخ په وړاندې روان ؤ خو بيا زمونږ هېواد مخ په لاندې راروان شو او د دې لويه وجه د تعليم نظام ؤ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل وړاندې به سركاري سكولونو څخه ښه پروفیشنل راوتل اوس سرکاری تعلیمی ادارې مخ په لاندې روانې دي او يو وړوكے نجي سكول سسټم مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل نړۍ كښې چې چرته هم فيرنګي حكومت كړے هغ?? د يو كوچني كلاس لپاره انګلش میډیم او نورو لپاره جنرل ایجوکیشن نظام وركړے۔ده ووئيل مونږ د آزاديدو نه پس هم يو نصاب رائج نه كړے شو ٬ دلنه درې قسمه تعلیم ؤ ة يو د ديني مدرسې ،دويم د اردو میډیم او دريم د انګلش میډیم كوم چې د يوې خاص طبقي لپاره ؤ۔ عمران خان ووئيل يو وخت به راشي چې وګړي به محسوس کړي چې هېواد كښې يو ډول نصاب نفاذ كېدل يو ټرننګ پوائنټ دے۔ده ووئيل قامی اسمبلۍ او سېنېټ ك??ې جې كله په انګريزۍ كښې وېنا شروع شي د دې مقصد دا وي چې داسي تاثر وركړے شي چې هغ?? د نورو څخه زيات لوستے دے۔ده ووئيل په نړۍ كښې چرته هم داسې نه كيږي چې يو قام خپله ژبه پريږدي او د نورو ژبه رائج كړي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل بايد مونږ خپلو بچو له پخپله ژبه كښې تعليم وركړو،حکومت هڅه كوي چې ټولو سكولونو كښې يو نصاب رائج كړي د كوم به چې په سباؤن كښې زياته ګټه رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ لهبه د هېواد څخه كرپشن ختمولو له ټيكنالوجي كارول وي،په دې لړ كښې هڅه كوو چې اېف بی آر په آټومیشن كړو چې زرسره به كرپشن ختمولو له مرسته وشي ٬ دغسې وفاقی کابینه پیپر لیس کوو ٬ دې كښې به ای ګورننس راوستلے شي۔ وزیر اعظم په دې خبره زور راوړو چې په څومره تندۍ سره ټیکنالوجی ایډوانس كيږي مونږ له به خپل ماشومان هغ?? پلو بوتلل وي،دې سره سره بايد د خپلو بچو ښه تربيه وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د مینار پاکستان پېښه د شرم وړ ده ٬ زمونږ د ماشومتوب په دور كښې داسې تصور هم نه ؤ چې داسې حركت به وكړے شي ځكه چې د ميرمنو په پاكستان كښې كوم عزت ؤ په لويديز كښې نه ؤ٬ خو اوس د دې پېښو لويه وجه د ماشومانو تربيه نه كول دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ لپاره ضروري ده چې د خپلو بچو ښه تربيه وكړو۔په دې موقع وزیراعظم عمران خان په صوبه كښې په تعلیمی میدان كښې د ښه والي په اقدامات د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار ، د تعلیم وزير مراد راس او د هغ?? ډلي ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئيل دا ډول ??ار په يوه جذبه كيږي۔دې څخه وړاندې د تعليم وزیر مراد راس وزیراعظم عمران خان له پنجاب كښې د تعليم ودي په اړه په اقدامات تفصیلی بریفنګ وركړو۔په دې موقع دستورې ته د پنجاب وزیراعلی سردار عثمان بزدار هم وينا وكړه۔