اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ك??نس?? په اړه خبرتيا او زر تشخيص سره به د مرض خطرات په كمېدو كښې مرسته وشي، په پاكستان كښې د ك??نس?? په رنځ كښې اضافه كېږي او د دې مخ نيوي لپاره په وخ?? تشخيص او د علاج معالجې مناسبې اسانيې ضروري دي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په هېواد كښې د ك??نس?? كېسونو او په خاص توګه د برېسټ ك??نس?? په اړه د بريفنګ د غونډې مشرې كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د لا??ور د ك??نس?? كيئر روغتون اېنډ ريسرچ سنټر چيئرمېن ډاكټر شهريار، پروفېسر ډاكټر اريشه زمان او پروفېسر ډاكټر نبيله شامي هم موجود وه. پروفېسر ډاكټر شهريار د بريفنګ په مهال ووئيل چې په پاكستان كښې هر كال تقريباً 3 لكه 53 زره كسان د ك??نس?? په رنځ اخته كېږي چې پكښې يوازې 71 زره رنځوران مناسب علاج معالجه لري او پاتې نور د دې څخه محروم پاتې كېږي. ده د خپل روغتون او ريسرچ سنټر كاميابې په ډاګه كولو سره ووئيل چې د ده اداره رنځورانو ته د علاج معالجې وړيا اسانيې وركوي. صدر مملكت د لا??ور د ك??نس?? كيئر روغتون اېنډ ريسرچ سنټر د دې اسانيو ستائنه وكړه