اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې پاكستان په افغانستان ??ښې د پوخ امن خواهش لري، بايد نړۍ په افغانستان ??ښې په زمكي حقائقو ځان پوهه كړي، بايد طالبانو ته حكومت جوړولو او د هېواد چارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره وخت وركړے شي. ده دا خبرې د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر ??ېل??و ګرانډي سره په خبرو ??ښې وكړې چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د افغانستان څخه په انخلا او افغان وګړو لپاره په بشري مرسته خبرې وكړې شوې. په ملاقات ??ښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې په اوسنيو حالاتو ??ښې به افغان وګړي يوازې نه شي پرېښودلې او په بشري بنيادونو به افغان وګړو لپاره د خوراك، داروګانو او د ضرورت د نورو څيزونو بندوبست كولې شي. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان په افغانستان ??ښې د پوخ امن خواهش لري، بايد نړۍ په افغانستان ??ښې په زمكي حقائقو ځان پوهه كړي، بايد طالبانو ته حكومت جوړولو او د هېواد چارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره وخت وركړے شي. ده ووئيل چې طالبانو ته به په افغانستان ??ښې ګورننس لپاره مالي او انساني وسيلې باوري كول وي. د طالبانو په حكومت ??ښې د افغانستان په يوه ورځ ??ښې د اروپا پشان پرمختګ ممكن نه دے. په افغانستان ??ښې په ممكنه توګه انساني قحط، ناامني او لاقانونيت پېدا كېدے شي.ده ووئيل چې مونږ د انساني همدردۍ له مخې د خوراك او داروګانو ټركونه او جهازونه افغانستان ته لېږلي دي. په اوسنيو حالاتو ??ښې به پاكستان د انساني همدردۍ په بنياد د افغان وګړو مرسته روانه ساتي. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په په اوسني تناظر ??ښې نه په پاكستان ??ښې كوم افغان ګډوال راغلي او نه كوم كېمپ شته.د افغانستان څخه غې?? ملكي او افغان وګړي ويستلو لپاره سهولت مركز 24 ساعته كار كوي. د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر ??ېل??و ګرانډي ووئيل چې د پاكستان لخوا د 30 لكه افغان كډوالو په پرله پسې پالنه ??ښې كردار قابل رشك دے. ملګري ملتونه به افغان وګړي يوازې نه پرېږدي، د دوي به هر ډول ممكنه مرسته كوو. ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د فنډ او مرستې په لړ ??ښې د نړۍ قومونه فعاله كړي دي. ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عملې په امنيت او د وېزې اسانيې په وركولو د پاكستاني حكومت مننه كوو. د كورنيو چارو وفاقي وزير په پاكستان ??ښې د افغان كډوالو په مرسته كولو د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر مننه وكړه