اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي پاکستان به ?? نړۍ په ټولو فورمونو د كشميري اولس د حقونو غږ په بشپره توګه رامخې ته كوي ??ووزيراعظم عمران خان به ملګرو ملتونو ته خطاب كښې د كشمير مسئله په زړه پوري ډول پورته كړي۔ د جمعې په ورځ ??و بيان كښی هغه مقبوضه کشمیر كښې د روان هندي ظلم او زياتي غندنه كولو ??ره ووئيل د هند پوځ كشميريان ځوانان بې ګناه وژني۔ هغه ووئيل مقبوضه كشمير كښې تش د نامې د پلټنيو اپرېشن كښې د كشميريانو وګړو د شهيد كېدو لړۍ پرله پسې روانه ده ٬ هند د جعلي ډوميسائل د لارې په غېر قانوني توګه د نيولي شوي كشمير ډېموګرافي بدلوي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل وزيراعظم عمران خان به ملګرو ملتونو ته خطاب كښې د كشمير مسئله په بشپړه ډول رامخې ته كولو ??ره په غېر قانوني توګه نيولي شوي كشمير كښی د هند ظلم او زياتې په ډاګه كړي۔ هغه ووئيل پاکستان به ?? نړۍ په ټولو فورمونو د كشميري اولس د حقونو غږ په بشپړ ډول پورته كوي۔ هغه ووئيل د ترك صدر رجب طيب اردګان لخوا د كشميري اولس په بشپړ ملاتړ كولو ??رك حكومت او اولس ته سلام كوؤ