اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيلي دي چې د برتانيې نېشنل کرائم اېجنسۍ (اېن سي اے) تحقيقات په پاکستان كښې د شهباز شريف او سليمان شهباز كېسونو سره هېڅ تعلق نه لري٬ اېن سي اے د شكمن بېنك ټرانزېکشنز په بنياد خپل پلټنې پېل كړې دې ھغې سره پاكستان هېڅ تعلق نه لري٬ سليمان شهباز پاکستان كښېد مني لانډرنګ کېسونو كښې اشتهاري او مفرور دے٬ كه سليمان شهباز پخپله بې ګناهۍ دومره باور لري نو ھغه له پكار دي چې پاکستان ته راشي او په عدالتونو كښې مقدمو سره مخ شي، خبرې جوړول خو دې څوك د نون ليګ نه زده كړي، دوي ته د كار كولو نه پس معلومه شي چې كار خو مو غلط وكړو?? د ??ون ليګ دننه د ميم او شين جنګ رامخې ته شوې دې٬ دوي هم دا يو مقصد لري چې په څه طريقه د د??ي د كرپشن كېسونه ختم شي او ورته اېن آر او ترلاسه شي كومه چې د اوس??ي حكومت په دور كښې ممكن نه ده۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل سليمان شهباز د تېرو دريو كالو راهسې د هېواد نه ولې تخښتېدلې دې؟ كه بې ګناه وي نو پاكستان ته راتلو سره دې مقدمو ته مخامخ شي۔ فرخ حبيب ووئيل پخوانو واكمنو خپل حكومت كښې د هېواد ادارې نه دي قوي كړې ٬ نن د نورو هېوادونو ادارو لپاره د ستائنه كلمات لولي٬ څومره به ښه وې چې د??ي د هېواد ادارې قوي كولو لپاره اصلاحات كړې وې، دلته خو دوي غواړي چې د كرپشن سلسله روانه وي او د احتساب ادارو ته تالې ولګولې شي٬ اوس??ي حكومت د بدعنوان عناصرو په ضد د احتساب چغې سره په اقتدارې كښې راغلې ٶ او مونږ به د احتساب عمل نه په هېڅ صوررت كښې نه پشا كېږو