دبئی۔9اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاکستان د جدت او ټېکنالوجۍ په څانګو كښې د ون ونډو آپرېشنز د لارې بهرني سرمايه كارو له د سوداګرۍ فرصتونو چمتو كولو عزم لري۔ ?? ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شو?? بيان لمخې صدر مملكت د خالي په ورځ سرمايه كارو او د ټېكنالوجۍ كمپنيو مشرانو سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل د خصوصی ټېکنالوجی زون اتھارټی ترسېوري لاندې د ون ونډو سهولت مقصدد د بهرنيو سرمايه كارو ډاډګيرنه او هغوي ته آسانۍ وركول دي۔ ??در مملکت ووئيل د سپېشل ټېکنالوجی زونز اتھارټی جوړولو مقصد پاكستان د ټېكنالوجۍ نړۍ په نقشه رامخې ته كول دي۔ ??در مملكت ووئيل غېر ملكي كمپنۍ دې په بېلو څانګو او په خاص توګه په اي بزنس كښې سرمايه كاري وكړي۔ ??در مملكت سره ملاقات كوؤنكو كښې د موبیئس کېپیټل پارټنرز مؤسس مارک موبیئس ٬ انتھونی چیونګ او د ډرېګن ټېک وېنچرز مېنجمنټ لمېټډ مؤسس شامل ؤ۔ د ګلېکسی رېسر (ای اسپورټس) شېخ احمد المکتوم او د منځني ختيز او قطبي افريقې ماسټر كارډ ډويژن صدر خالد الجبيلي هم صدر مملكت سره ملاقات وكړو۔ وروسته ماسټر کارډ ، ??لی??سی رېسر (ای اسپورټس) او شو?? پارټنرز وی سی فنډز سره د تفاهم درې يادښتونه هم لاس ليك كړې شو??۔ ګلېکسی رېسر به په پاكستان كښې تر ټولو د لويې اي اسپورټس ټورنامنټس كوربتوب كوي۔ په دسمبر كښې كېدونكې د اي سپورټس مقابلو كښې به انعامي رقم تر يو لك ??وپ?? وي۔ ماسټر کارډ پاكستان كښې اېس ټي زېډ اے سره اسټرېټجک ډیجېټل کنټری ه??كا??ي لاس ليك كړه ٬ دې لوظنامې سره به د هېواد ډيجيټل معيشت زيات كړے شي او د ټېكنالوجۍ نوې څانګې ته به وده وركړې شي۔ ??غسې ماسټر كارډ به د پاكستان اولنے كېش لېس اسپېشل ټېكنالوجي زون جوړ كړي۔