اسلام آباد۔9اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي د هېواد د نظرياتي پولو ساتونكې مهمه نشرياتي اداره ده۔ عصري غوښتنو سره د پي ټي وي تطبيق كول زمونږ په لومرو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ دا خبره هغه د پي ټي وي سېنټرل اېمپلائز يونين مشعل نوې ټاكلې شويو عهدېدارانو سره خبرو كښې وكړه۔ د يونين عهدېدارانو د پي ټي وي ملازم??نو په هاؤس رېكوزيشن الاؤنس كښې د 50 فيصده او بنيادي تنخا كښې د 10 فيصده اضافې په كولو د وفاقي وزير مننه وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ادارې بهتري د ملازم??نو بهترۍ سره تړلې ده۔ كه اداره سوكاله وي نو د ملازم??نو خېر ښیګړې له ګامونه پورته كېدې شي۔ هغه ووئيل د پي ټي وي ملازم??نو تربيې له اېچ آر ښه كولې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د سيالۍ او مسابقت په دور كښې پي ټي وي د وړاندې تللو صلاحيتونه لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي وي او رېډيو ملازم??نو لپاره هاؤسنګ سكيم راوړلے شي او ټولو ملازم??نو ته د هېلت كارډز وركولو په منصوبه ??ور روان دے۔ هغه ووئيل پي ټي وي نيوز اېچ ډي كړې شوې دې٬ د پي ټي وي سپورټس او پي ټي وي ??وم اېچ ډي كولو له ګامونه پورته كولې شي او د پي ټي وي لاهور ٬ كراچي او پېښور مركزونو اپ ګرېډېشن له به ډېر زر ګامونه پورته كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ پي ټي وي د بي بي سي په ډول جوړول غواړؤ۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل هغه د پي ټي وي ملازم??نو سره ولاړ دے ، د ملازم??نو خېر ښېګړې له ګامونه پورته كول زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ هغه ووئيل پي ټي وي قومي اثاثه ده٬ وخت تېرېدو سره سره د دې بهترۍ له نور هم كار كولې شي۔ ملاقات كوؤنكو د پی ټی وی سېنټرل اېمپلائز یونین (مشعل) سی بی اے په عهدېدارانو كښې چیئرمېن ابراهیم کمال، صدر جهانګیر خان، جنرل سېکرېټری چوهدری فاروق احمد، چیف آرګنائزر جمیل قادری، ډپټی چیئرمېن عمران خان، ډپټی پریذېډنټ حاجی اورنګزیب، سینئر وائس چیئرمین ملک لطیف، ایډیشنل جنرل سېکرېټری سلیم شاہ، ایسوسی اېټ جنرل سېکرېټری راجہ سجاد، د پي ټي وي نيوز مشر وقاص ضیاء بټ، مرکزی لارښود ملک افضال احمد او ??یئرمېن هېډ آفس اوېس ګوندل ش??مل ؤ۔