اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد ??ان وئېلي دي پاكستان په ټولو څانګو كښې افغانستان ته هر ډول ممكنه آسانې و??كو??٬د حكومت لخوا افغان زده كوونكو ته پاكستان ته د راتللو اجازه و??كو?? يو ښه اقدام دے٬د معاشي بندېزونو او د امريكې لخوا د فنډ منجمد كېدو په نتيجه كښې افغانستان كښې د سخت انساني بحران راپېدا كېدو اندېښنه ده٬پاكستان نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان زياتې مرستې لپاره هڅې كوي۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان او افغانستان په تجارت كښې نزدې شراكتدار دي٬مونږ اوږده پوله لرو او د دې پولې د لارې ډېر تجارت كېږي٬پاكستان د تېرو دوو كلونو په مهال افغانانو لپاره بزنس پالېسي معرفي كړې وه چې له مخې به يې افغانانو ته د يو نه تر پنځه كاله ويزه و??كو??ې شوه٬د كابينې په وروستۍ غونډه كښې د بزنس ويزې فيس ختمولو پريكړه ښه اقدام دے٬دې سره به د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارت زيات شي۔منصور احمد ??ان ووئيل په افغانستان كښې اړے ګړے د يو هېواد په ګټه هم نه دے٬په افغانستان كښې پوخ امن لپاره ټولشموله حكومت ضرورې دے۔د افغانستان اوسني صورتحال په اړه روسيې د اكتوبر په 19مه او 20مه نېټه د ماسكو فارمېټ په نوم غونډه رابللې٬په غونډه كښې پاكستان٬افغانستان او د امريكې پشمول نورو ګاونډيانو هېوادونو ته بلنه وركړې شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دوحه كښې د طالب چاروا??و او امريكې ترمينځه په خبرو اترو كښې ښه پرمختګ شوے بايد د خبرو لړۍ روانه وساتلې شي چې دغسې ټولې ستونزې په خبرو حل شي۔پاكستاني سفير ووئيل هند د تېرو شلو كلونو په مهال په افغانستان كښې ترهه ګرو ډلو ته فنډ و??كو??و سره په پاكستان كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ پاتې شوے۔پاكستان په دې لړ كښې ټول شواهد نړيوالې ټولنې ته وركړي چې څنګه هند په پاكستان كښې په ترهه ګرۍ كولو كښې ككړ پاتې دے۔