اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د پارليماني كشمير كمېټۍ ان كېمره غونډه به په 25 اكتوبر كېږي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لمخې د پارليماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن په مشرۍ كښې دا غونډه به د پارليمنټ هاؤس په كمېټي روم كښې كېږي۔ د كمېټۍ چيئرمېن به غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76 مهې غونډې په موقعه په نيويارك كښی د ملګرو ملتونو ع??دېدارانو او امريكا كښې مېشته كشميري تاركين وطن سره د خپلو ??لا??اتونو او د كشمير مسئلې رامخې ته كولو له د روانو هڅو په اړه بريفنګ وركوي۔ دا غونډه به ان كېمره وي په كومه كښې به چې د تېرې غونډې د منټس تصديق كېدو او د كمېټۍ په تېرو سفارشاتو د عملدرآمد هم جاج اخستې شي۔ د خارجه وزير اېډيشنل سېك??ټر?? به د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په لړ كښې په بهرنيو هېوادونو ك??ې د پاكستاني مشنز اقداماتو په اړه بريفنګ وركوي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د قومي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په شمول د كمېټۍ نور غړي او اړوند چارواكي به غونډه كښې ګډون كوي۔