ملګري ملتونه 26اکتوبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مس??قل استازي منير اکرم وئيلي دي چې پاکستان او چين د ملګرو ملتونو د امن او سلامتيا په اېجنډا پرله پسې مرسته كوي٬ چين د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو احترام كوي۔ د چين په ملګرو ملتونو كښې د قانوني چوكۍ د بحالۍ په 50مه سالګره تېره ورځ په ن??ويارك كښې د يو اېن په مركزي دفتر كښې د عكسونو نندارتون كښې د ګډون نه پس د چين خبري اژانس شنهوا سره خپلې مركه كښې ده ووئيل د کثيرالجهتۍ مركز د ملګرو ملتونو د چارټر اصول دي۔ ده ووئيل د نړيوال نظام بنياد د طاقت په ن?? استعمالولو٬ د رياست د خپلواكۍ احترام ٬ په كورنيو معاملو كښې د عدم مداخلت او د رياستونو سيمه ايز سالميت پشمول په ځينې بنيادي اصولو اډانه دې او تر څو چې د دې اصولو احترام ونه كړې شي نو په نړۍ كښې به امن رانشي خو چې كله د دې اصولو خلاف ورزۍ لكه يو اړخيزه د جبر او ظلم هڅې٬ د غېر ملكي قبضې هڅې كېږي نو نړۍ كښې ستونزې پېدا كېږي۔ ده ووئيل چين په دې اصولو د ھغه وخت راهسې عمل كوي كله چې چين د ملګرو ملتونو برخه هم ??ه ٶ۔ ده ووئيل پاكستان د چين په مس??قل دوستۍ او شر??كت??ار كېدو وياړ لري