اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئې??ي دي چې ډاكټر عبدالقدير خان يو نوموړی انسان و كوم چې د هېواد لپاره د قدر وړ خذمات كړي كوم به چې تل ياد ساتل شي۔ډاكټر عبدالقدير خان په حقيقي معنو كښې د پاكستان نجات دهندا دے٬معاشي پرمختګ او سماجي څوكالۍ لپاره بايد ټول د هغه د هېواد سره د مينې او وفادارۍ ماډل تقليد وكړي۔سيد فخر امام د دې خيالاتو څرګندونه نړيوال شهرت لرونكي سياستمدار ډاكټر عبدالقدير خان په ياد كښ?? قامي ادبي تعزيتي ريفرنس كښې د خصوصي مېلما په حېثيت سره په خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل ډاكټر عبدالقدير خان د عظيم خذماتو په سوب ټوله اسلامي نړۍ هغه خپل محسن لري او په دغه هېوادونو كښې د ډاكټر عبدالقدير خان غم د قامي اتل په حېثيت سره لمانځلې شوې۔د دې تعزيتي ريفرنس مشري د ډاكټر عبدالقدير خان جانشين د هغه لور ډاكټر دينه قدير كوله دغسې په دستوره كښې د ډاكټر عبدالقدير كور ودانې بېګم زي??ي خان د هغه بلې لور عائشه خان او د امريكې څخه د هغه ځومانو او نواسو هم ګډون كولو