اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد و??يلي دي چې ګاونډي دښمن په پاكستان كښې د تخريب كولو يوه موقع هم د لاسه نه وركوي، په پوليسو د امن او امان لويه ذمه وا??ي راځي، ټولنه د انحطاط ښكار ده، قوم هيله لري چې پوليس به هد اولس خدمت لپاره د كوم ډول قربانې څخه ډډه ونه كړي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ په نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې د اے اېس پيز پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل شېخ رشيد احمد ووئيل چې پوليس محنت، خوارې او همت سره خپلې ذمه وا??ې ترسره كوي، له بده مرغه مونږ پوليسو ته هغه مقام نه دے ??رك??ے د كومو چې دوي حقدار دي. ده ووئيل چې په ننني دور كښې مېډيا ډېره طاقتوره ده، د هر يو تن په جېب كښې دوه دوه كېمرې دي، پوليس كه په ذمه وا??ې سره خپله وظيفه ترسره كوي، نو بايد و??تائيلې شي خو عامه مشاهده دا ده چې كه پوليس اهلكار د كوم لوي كس ګاډې ودروي او چالان كول ئې غواړي نو پوليس اهلكارو سره جګړه كولې شي او بدنامولو لپاره ئې وېډيو وا??رل كولې شي. ده ووئيل چې پوليس افسران او ځوانان شپه او ورځ د اولس خدمت كوي، پوليسو د 7 زره ځانونو قربانې ??رك??ې دي، په ننني دور كښې د پوليسو كار نور هم مشكل شوے. ده ووئيل چې زمونږ پټ او ښكاره دښمن په پاكستان كښې د تخريب كولو يوه موقع هم د لاسه نه وركوي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په پاس آٶټ پرېډ كښې ګډون كوونكو اے اېس پيز ته مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې دوي به د قوم په هيلو پوره وخېژي، امن او امان، اسلام او د اولس خدمت لپاره به دوي د كومې قربانې څخه ډډه ونه كړي.