اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې په قزاخستان كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د پاكستان په سفارت كښې هېلپ ??سك جوړ كړے شوے. خارجه وزارت په قزاخستان كښې په اوسني صورتحال كښې هلته د مېشته پاكستانيانو د مرستې په خاطر پاكستاني سفارت سره په تماس كښې دے. د پاكستان سفارت اطلاع وركړې چې په قزاخستان كښې مېشته ټول پاكستانيان په خېريت دي. سفارت په نورسلطان او ال??اتې كښې د مرستې ډېسك جوړ كړے. په نور سلطان كښې ا??طاف حسېن ډپټي هېډ آف مشن سره په ټيليفوني شمېره (+77753712102) او ال??اتې كښې محسن راشد قونصلر اتاشي سره په ټيليفوني شمېره (+77026572163) رابطه كېدې شي. نور معلومات د وېب پاڼې( http://pakembkazakhstan.org) څخه هم ترلاسه كېدې شي. پاكستانيانو ته وئيلي شوي دي چې د غېر ضروري وتلو نه ډډه وكړي.