اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې په مري كښې واورې ورېدو په مهال ځاني زيان د افسوس وړ خبره ده، پاك پوځ او مرستندوي ډلې د مرستې په چارو بوخت دي، د حكومت ترجيح د ټولو ګېر شويو كسانو ريسكيو كول دي، د واورې په اړه انتظاميه وګړو ته اطلاع وركوي، د مري اېكسپرېس وے ټرافيك لپاره ??ليئر كړې شوې. نجي ټي وي چېنل سره ??ه خبرو كښې ده وو??يل چې نتھياګلي سره د خېبر پښتونخوا او پنجاب په سرحدي سيمه باړ??ا كښې افسوس ناكه پېښه رامېنځ ته شوې، هلته د لارې بندېدو په وجه د مرستې په چارو كښې ستونزې رامخې ته شوې. فرخ حبيب وو??يل چې پاك پوځ او مرستندوي ډلې د مرستې په چارو بوخت دي. ده وو??يل چې په باړ??ا كښې د درنې مشينرې د لارې د مرستې چارې روانې دي، په دې سخت صورتحال كښې د ځائي خلقو كردار د ستائنې وړ دے كومو چې سېلګرو لپاره خپلې دروازې پرانستې دي.