ملګري ملتونه 21جنوري (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم وئيلي دي د ملګرو ملتونو پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ??پا??ه جوړ كړے ګروپ آف 77 به خپل غړي هېوادونه د كرونا وباء څخه د بحالۍ٬ د موسمياتي بدلون مخنيوي٬ تل پاتې پرمختيائي هدفونو سر كولو كښې رامخې ته چېلنجونو ته پام لرنه كوي۔ دګروپ ا??ف 77 د بريفنګ شرېکه غونډه د عمومي اسمبلۍ ??در عبدالله شاهد او د بوتسوانا سفير٬ د اقتصادي او سماجي کونسل صدر وېکسن کيلاپل لخوا شوې چې پكښې د پاکستان استازي منير اکرم څوك چې د پرمختګ كوٶنكوهېوادونو د ګروپ آف 77 چيئرمېن دے د بريفنګ غونډې هركلے وكړو۔ ده ووئيل مونږ د قدر وړ شراكت تسليموٶ چې دا د همكارۍ د اقداماتو هلو ځلو واضح كولو او د همكارۍ ودې ??پا??ه نمائندګي كوي۔ ده ووئيل مونږ درېو لويو چېلنجونو سره مخ يو چې پكښې د كرونا وباء څخه بحالي ، د تل پاتې پرمختيائي هدفونو(اېس ډي جيز) سر كول او د موسمياتي بدلون خطر شامل دے۔ ده ووئيل ګروپ ا??ف 77 او چائنا په دې خبره باور لري جې د واكسين يو برابر تقسيم نه غېر كرونا ته د ماتې وركولو چانسز ډېر كم دي۔ ده ووئيل د معيشت بحالۍ ??پا??ه د ټولو ممكنه ذريعو څخه مالي وسائل پېدا كول پكار د?? ځكه چې د قرض زياتوالے پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ??پا??ه يو بله لويه پرېشاني ده۔ ۔ منير اكرم ووئيل د د كرونا وباء څخه بحالي او د دې معاشي٬سماجي او په ماحولياتي اړخونو پائيدار پرمختګ ??پا??ه معياري، د باور وړ، تل پاتې او لچکدار انفراسټرکچر كښې سرمايه كاري مهمه ده