اسلام آباد 26 جنوري (اے پ?? پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ش??رو په ورځ د جمهوريه بن??ن خپل هم څنګ سره او اوریلین ایګبنوسی سره ټېليفوني تماس نيولے ۔د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو٬د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو پشمول په بېلا بېلو سيمه ايز او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان٬جمهوريه بنين د افريقې براعظم مهم هېواد ګڼي۔خارجه وزير د پاكستان او بينن ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره اعلٰی كچ روابط زياتولو ??ه ضرورت زور راوړے او وئېلې يې دي پاكستان د جمهوريه بنين بېلو څانګو په خاص توګه كركيلېه او د روغتيا پشمول وړوكو او د مينځنۍ درجې ادارو كښې تكنيكي مرستې وركولو لپاره چمتو دے۔په دې مهال دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او جمهوريه بنين ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكو لا مضبوطولو له د عزم څرګندونه كړې۔د جمهوريه بن??ن خارجه وزير د شاه محمود قرېشي لخوا د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل 48 مه غونډه كښې د ګډون بلنه قب??له كړې او په او آئي سي كښې د پاكستان مثبت او متحرك كردار ئې ستائېلے۔