بيجنګ 04 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د چين کا??پو??ېټ مشران سرمايه كارۍ لپاره د حكومتي اقداماتو څخه خبرولو سره دوئي ته سي پېك خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كارۍ لپاره د حكومت د كاروبار دوست پاليسو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان په بيجنګ كښې د چين د سر سرکاري او نجي کمپنيو مشرانو سره ليدلي۔ په ملاقات كوٶنكو كښې د چائنا کميونيکېشن کنسټرکشن کمپنۍ، هاٶزانګ ټېکنالوجۍ، زي جيانګ سي پورټ ګروپ، چېلنج فيشنز، هونان سن واك ګروپ، رائل ګروپ، چائنا روډ اينډ برج کا??پو??ېشن، زنګ بانګ ګروپ او د چائنا مشينري انجينئرنګ کا??پو??يشن اعلی چارواكي شامل وو۔ کا??پو??يټ مشرانو وزيراعظم په پاکستان كښې د خپلو روانو منصوبو د پېشرفت نه خبر كړو۔ دوي د دهات او د کاغذ ري سائيکلنګ، توان، ټېکسټائل، فائبر آپټکس نېټ ورکس، هاٶسنګ، ډېري او د واټر مينجمنټ په څير منصوبو كښې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لا زياتولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د چائنا کميونيکيشن کنسټرکشن کمپني تعميراتي او د ??ني??دي اډانې ودې لپاره كار كوي٬ هاٶزانګ ټيکنالوجي د كاغذي سامان جوړولو كښې مهارت لري٬ زي جيانګ سي پورټ ګروپ د چين په لويو پورټ آپريټرز كښې يوه ده٬ دغسې رائل ګروپ د چين د غواګانو د پيو پېدا كولو لوے ګروپ دے٬ چائنا روډ اينډ برج کا??پو??يشن د سول انجينئرنګ او تعميراتي منصوبو كار كوي٬ زنګ بانګ ګروپ د صوبه جي??ن زي لويې زرعي انټرپرائز دے او چائنا مشينري انجينئرنګ کا??پو??ېشن د چين د زرعي صنعتي مشينرۍ په لويو كمپنو كښې يوه ده۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان په پاکستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې چين??ئي كمپنيو د ژورې خوښې لرلو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د چين کا??پو??ېټ مشران سرمايه كارۍ لپاره د حكومتي اقداماتو څخه خبرولو سره دوئي ته سي پېك خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كارۍ لپاره د حكومت د كاروبار دوست پاليسو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړه۔ په موقع وزيراعظم سره وفاقي وزيران ٬ سلاحكار او اعلی چارواكي هم موجود وو