اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) ?? خزانې وفاقي وزير شوکت ترين په هېواد كښې د خوراك څښاك څېزونو بيعه په قابو كښې د ساتلو او د ضروري څيزونو په آسانه باوري كولو له د اقداماتو جاري ساتلو په ضرورت زور راوړے۔ ده دا خبرې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ (اېن پي اې?? سي) غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام، تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د فوډ سېكورټي وزارت س??كر??ري ٬ د صنعت او پېداور وزارت سېكرټري ٬ صوبائي چيف سېكټريز، ?? خزانې ډويژن اقتصادي سلاحكار، د يوټېلټي سټور اېم ډي ٬ د ټي سي پي چيئرمېن، د شميريات ډويژن چيف، د كسټمز اېف بي آر ممبرز،د آئي سي ډي ډپټي كمشنر او نورو چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔ ?? خزانې وزارت د اقتصادي چارو سلاحكار په دې موقع غونډه د ګرانۍ د اونيز صورتحال پحقله خبره كړه۔ په دې موقع وفاقي وزیر شوكت ترين د خوراك څښاك بيعه په قابو كښې د ساتلو او د دې په آسانې سره وركړې باوري كولو له د اقدامات جاري ساتلو امر وكړو