اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغان پوله د ازغن تار لګولو كار 95 فيصد بشپړ شوے ٬ ازغن تار د پاكستان او افغانستان دواړو هې??ادونو په ګټه دے ٬د دې مقصد د ورانكارۍ او د قاچاق مخ نيوے دے۔دا معامله به په خبرو اترو حل كړې شي٬په ه??د كښې مسلمانان په نخښه كېږي٬په تعليم?? ادارو كښې په ماشومانو د حجاب په اچولو بندېز اخلاقي٬سياسي٬آئيني او مذهبي آزادۍ تر مخه كوم جواز نه لري٬ ده ووئېل په ه??د كښې 25 كروړه مسلمانان آباد دي٬هغوي له به يو والې راپیدا كول وي٬ او ټولې اسلامي نړۍ له به هغوي سره اودرېدل وي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په كرناټك كښې د حجاب اچوونكو انچونو په تعليم?? ادارو كښې په داخلېدو بندېز كوم جواز نه لري ٬د هند لخوا په سكولونو٬كالجونو او پوهنتونونو كښې اعلان شوے چې كومې ماشومانې چې د حجاب سره ??اش?? ٬ د هغوي دې په تعليم?? ادارو كښې داخله بنده كړې شي٬آيا د هند آئين او كومه مهذب ټولنه د دې اجازه وركوي؟۔د افغانستان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي٬غواړو چې افغانستان د معاشي او انساني بحران څخه ووځي۔كه په افغانستان كښې ناامني پیدا شوه نو دې سره به د منطقې د هې??ادونو ستونزې هم زياتې شي