اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د بې نظير انكم سپورټ پروګرام د بورډ بيا تشكيلولو منظوري وركړې. د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا په جاري بيان كښې ??ئي??ي شوي د بورډ په 11 غړو كښې دوه غړي بدل كړ?? شوي، پاتې 9 به نورو درېو كلونو لپاره خدمات ترسره كوي. ثانيه رفعت او عثمان حسن د پرائيوېټ مم??رز په توګه په بورډ كښې شامل كړ?? شوي. د خاور مم??از په ځائ ثانيه رفعت او د قاضي عظمت عيٰسی په ځائ عثمان حسن د بورډ غړي ټاكلې شوي. صدر د بورډ بيا تشكيلولو حكم د بې نظير انكم سپورټ پروګرام اېكټ د سېكشن 5 له مخې صادر كړے . د بورډ د بيا تشكيل منظوري د غربت تحفيف او سماجي ډويژن په وړاندېزونو شوې. صدر عارف علوي د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيف پېټرن دے.