اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ټې?? كمپنو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي چې پاكستان مناسب ټېك ټېلنټ لاري او زمونږ معيشت هم غېر ملكي سرمايه كارو لپاره زيات ښه كېږي٬ پاكستان د آئي ټي او ډېجيټلائزېشن په څانګو كښې د سرمايه كارۍ يو شمېر موقع وړاندې كړې دي او ??ړي??الې كمپنۍ بايد په هېواد كښې كا??وب??ر دوست ماحول څخه ګټه پورته كړي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په سنګاپور كښې ټيكنالوجي انټرپرينيورز غونډې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د خاص ټېكنالوجي زونز اتھارټۍ چيئرمېن عامر هاشمي، د اېډوانس انټېلي جنس ګروپ جېف شېف، ذكي سمر او عمير جاوېد هم د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې پاكستان كښې ټې?? كمپنيو لپاره د اېپ ډوېلپمنټ، په AI آډانه ډيجيټل شناختي حل، ډېجيټل ادائيګۍ، اي كامرس او د ډيجيټل ترسيلات زر په پلېټ فارم څانګو كښې كا??وب??ر لپاره بلها موقعې موجود دې۔ په دې خبره هم رڼا واچولې شوه چې د پاكستان ټېك ټېلنټ ??ړي??ال ماركيټ لپاره په زړه پورې ذريعه ده۔ صدر مملكت ووئيل كا??وب??ري ادارو دې په پاكستان كښې كا??وب??ري موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره رامخې ته كېدونكې ټيكنالوجيز، په خاص توګحه مصنوعي ذهانت او بګ ډېټا سلوشنز وكاروي۔ ده زياته كړه چې حكومت د ډيجيټلائزيشن، ډېټا انټېګرېشن، او سائبر سيكيورټي پلو پام كوي او د ون ونډو د لارې غېر ملكي سرمايه كارو ته سهولت وركوي۔ صدر په اسپيشل ټيكنالوجي زونز جوړولو او په هېواد كښې كا??وب??ر كښې آسانيو لپاره د ټيكنالوجۍ په څانګه كښې د غېر ملكي سرمايه كارو سهولت او معاونت له د حكومت د عزم هم ستائنه وكړه