اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان به د كوم كيمپ يا د پاليټيكس برخه نه جوړېږي٬مونږ په معاشي او بشري توګه د ډله ايز سياست لوي?? زيان پورته كړې٬د پاكستان مفادات به مقدم ساتو٬روس په ګوادر كښې د اېل اېن جي ??رمينل د جوړولو خوښي لري٬پاكستان د اروپائي ائتلاف او امريكې پشمول د نړۍ ټولو قوؤ سره غوره اړيكې لري٬د سيمه ايز روابطو لپاره روس خاص اهميت لري٬وزيراعظم په مناسب وخت او ځاې د يوكرين په حقله خبره كړې٬د روسيه او يوكرين شخړه په سفارتي هلو ځلو هوارول غواړي۔د وزيراعظم عمران خان د روس قيادت سره ملاقاتونو كښې د پاك روس تل پاتې ګڼ اړخيزه اړيكو په وده او د توان په څانګه كښې په مرسته خبرې شوې دي٬پاكستان د روس څخه د اوږد مهاله لوظ نامې ترمخه د ګاز ترلاسه كولو خوښي لري۔د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې د وزيراعظم د روس اوسنۍ دورې په حقله پرېس كنفرنس ته خارجه وزير ووئيل په ماسكو كښې د پاك روس مشرتابه ترمينځه ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو تفصيلي جاج اخستلې شوې٬وزيراعظم عمران خان د روسيه اولس مشر سره درې نيم ساعته ملاقات كړې چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬په سيمه ايزو چارو او په خاص توګه د افغانستان په وضعه او په سوئېلي آسيا كښې امن او د سلامت??ا په چارو بحث شوې۔ده ووئيل پاكستان او روس دواړه په افغانستان كښې امن او استحكام غواري٬وزيراعظم عمران خان د روس صدر په خاص توګه د شخړيز كشمير په صورتحال خبر كړې۔د روسيه اولس مشر سره ملاقات كښې د پاكستان او روسيې ترمينځه د توان په څانګه كښې په مرسته او د اېل اېن جي ??شمول په ګڼو پروژو خبرې شوې دي دغس?? زياته پام لرنه نارته ساؤته ګيس پائپ لائن كومه چې د پاكستان سټريم ګيس پائپ لائن منصوبه ګڼلې شي ته پام لرنه شوې۔وزيراعظم د اسلامو فوبيا زياتېدونكو پیښو په حقله هم د روسيه اولس مشر خبر كړې دې۔د روس نائب وزيراعظم او د توان وزير سره هم ملاقاتونه شوي چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د مرست?? زياتولو سره سره د سرمايه كارۍ په موقعو خبرې شوې دي دغسې د روس څخه د ګاز په اخستو هم غور شوې۔ده ووئيل پاكستان د هېواد ضروريات لپاره ګاز ته اړتيا لري او مونږ په اوږد مهاله بنيادونو د ګاز اخستلو لوظ نامې له خوښي لرو۔ده ووئيل روس په ګوادر كښې د اېل اېن جي ??رمينل لپاره هم خوښي ظاهر كړې٬وزيراعظم او ما د پاكستان او روس سوداګرې ورورولۍ فورم سره خبرې كړې دي چې پكښې په بېلو څانګو كښې د شته موقعو څخه د استفادې كولو او د مرست?? زياتولو سره د تجارت په لار كښې د ولاړو خنډانو په لرې كولو او د بينكنګ په حقله په ستونزو خبرې شوې دي۔د روسيه سرمايه كارو د مارچ په آخر كښې په اسلام آباد كښې كېدونكې د سرمايه كارۍ كنفرنس كښې ګډون له هم خوښي ښكاړه كړې۔ده ووئيل وزيراعظم په ماسكو كښې د جومات دوره هم كړې او د هغه ځاې سهوليات د ليدلو جوګه دي٬مفتي اعظم سره په ملاقات كښې وزيراعظم ته ووئيل شو چې په روسيه كښې نزدې 25 ملين مسلمانان استوګن دي٬وزيراعظم عمران خان د روس قيادت سره ملاقات كښې په افغان وضعه هم خبرې كړې دي۔په افغان مسئله د پاكستان او روس ترمينځه يو والې موندلې كېږي٬د روسيه قيادت ته وئيلي شوي چې په افغانستان كښې د بشري الميې او د معاشي بحران اثرات به نه يوازې افغانستان بلكې په سيمه هم مرتب كېږي۔خارجه وزير ووئيل په افغان مسئله به په 30 او 31م مارچ په بيجنګ كښې ناسته كېږي چې پكښې به د روسيه پشمول د افغانستان د نزدې ګاونډيانو هېوادونو خارجه وزيران ګډون كوي۔ده ووئيل پاكستان او روسيه په نړيوالو په خاص توګه په اېس سي او فورمز د شريكو مقاصدو په وده اتفاق كړې۔ده ووئيل د روسيه قيادت سره په سوئيلي آسيا كښې په سيمه ايز عدم توازن امن او د خطرو په مخ نيوي هم خبرې شوې دي۔خارجه وزير ووئيل وزيراعظم د يوكرين په حقله د پاكستان نكته نظر په مناسب وخت او مناسب ځاې وړاندې كړې۔ده ووئيل د يوكرين صورتحال په يوه شپه كښې نه دې راپېدا شوې٬دا يو اوږد تاريخ لري٬د پاكستان د وړومبۍ ورځې نه دا خواهش پاتې شوې چې شخړه د سفارتكارۍ د لارې هوارول پكار دي ځك?? چې په داسې صورتحال كښ?? زيات زيان پرمختګ كونكو هېوادونو ته رسي٬په نړيوال بازار كښې د تېلو بيعه نن د 100 ډالرو نه زياته شوې دغسې د غنمو په بيعه به هم اثرات پريوځي۔خارجه وزير ووئيل د سفارتكارۍ امكانات اوس هم شته او معاملات د لا ورانېدو څخه ايسارېدې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم د روسيه دورې نه وړاندې مونږ د وزيراعظم په كور مشاورتي غونډه كړې وه چې پكښې د زيركو سفارتكارو پشمول د خارجه وزارت چارواكو ګډون كړې و او د روس او يوكرين شخړې ترمخه د دورې جاج اخستلې شوې۔د مشاورت نه پس دغه نتيجې ته رسېدلې وو چې د روس سره د اړيكو د پېشرفت موقع د لاسه نه دي وركول پكار او زمونږ پريكړه سمه وه۔ده ووئيل د خبرو او ډپلوميسي د اهميت نه انكار نشي كېدې٬مونږ پريكړه كړې چې پاكستان به د كومې ډلې د سياست برخه نه جوړېږي ځك?? چې پاكستان په معاشي او بشري توګه د كيمپ پاليټيكس لوي?? زيان پورته كړې٬مونږ به د پاكستان مفادات مقدم ساتو