سکرنډ۔2مارچ(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن او خارجه وزير شاه ??حمود قرېشي وئيلي دي بلاول زرداری د ووټونو د فارمولې د لارې وزيراعظم نه شي جوړېدې ولې چې په پنجاب كښې د هغه مقبوليت يوازې 5 فيصده دې۔ په سكرنډ كښې ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل په سندھ كښې د پخوانو نعرو كشش پاتې نه دې٬ د بلاول نه پوښتنه كوؤ چې هغه چرته ځي نو ښ??ر ولې بندوي۔ كه ??ا اولسي مارچ دې نو اولس د دې نه لرې ولې ساتلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل بلاول وائي زما په جېب كښې د عدم اعتماد تحريك د?? ٬ ولې تېره ورځ د ده د عدم اعتماد تحريك نه هوا ووتله ٬ چوهدريانو وروڼو د وزيراعظم د ملاتړ پخلې وكړو٬ پاتې اتحاديان هم مونږ سره دي۔ هغه ووئيل اپوزېشن شمېره نه لري او ټاكنې غواړي او پيپلز ګوند ټاكنې نه غواړي۔ خارجه وزير ووئيل د روس يو يوكرېن په جنګ كښې پاكستان امن سره ولاړ دے ٬ يوكرېن سره د درې هېوادونو پوله شريكه ده كومو سره چې زمونږ خبره شوې ده۔ تر دې دمه 1 زر 132 كوچنيان له پولې اوړېدلې دي۔ ټول 3 زره ط??لب??لمان وو كومو كښې چې زياتره وتلې دي كوم چې پاتې دي د هغوي اسناد تيار نه وو ٬ دوئي لپاره هم هڅې كوؤ ٬ د دوئي د معاملې نه غافل نه يؤ