اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد د نهې په ورځ په داخله وزارت كښې د جوړ كړي كنټرول روم دوره كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د پېنډۍ اسلام آباد د امن و امان په صورتحال بريفنګ وركړے شو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې اسلام آباد كښې د كېدونكو بېلا بېلو مظاهرو او جلوسونو د كنټرول روم د لارې مانيټرنګ روان دے۔ داخله سېكرټري يوسف نسيم کھوکھر، د اېف آئ?? اے جي ډي ثناء الله عباسي، ايډيشنل سيکرټري سکيورټي ايوب چوهدري او ?? اسلام آباد آئ?? جي احسن يونس هم په دې موقع داخله وزير سره وو۔ په دې موقع وفاقي وزير د مېرمنو نړيوالې ورځ پحقله د جاري مظاهرو هم د كنټرول روم د لارې مانيټرنګ وكړو۔ داخله وزير ته د پيپلز پارټۍ د لانګ مارچ په مهال اسلام آباد ته په راتګ هم بريفنګ وركړے شو۔ دغسې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د امن و امان پحقله په انتظامات د اطمينان څرګندونه وكړه