اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملك?? فرخ حبيب وئېلي دي بهرنو طاقتونو تل د هېواد په چارو كښې د مداخلت هڅه كړې٬په خط كښې د سنګينو نتيجو دړكې وركړې شوي۔فرخ حبيب د شورو په ورځ د وزيراعظم هاؤس په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د عدم اعتماد تحريك ناكامۍ په صورت د سنګينو نتيجو دړكې وركړې شوي٬داسې دړكې كوم بل هېواد ته نه دې وركړی شوي٬كوم هم بهرنے طاقت آزاد هېواد ډكټيټ كولے نشي۔ ده ووئېل د كابينې غړو د وزيراعظم عمران خان په قيادت د باور څرګندونه كړې٬د كابينې غړو خط د قامي سلامتيا كمېټۍ ته د وړاندې كولو تجويز وركړے۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملك?? فرخ حبيب ووئېل د خط تفصيلات شيئر كولو په اړه حتمي پريكړه به د خ??رج?? وزير هېواد ته د راستنېدو نه پس كېږي٬د هېواد دننه ځينې عناصر د بهرني سازش برخه ګرحېدلي۔ده ووئيل د بهرني سازش برخه جوړېدون??و له به قام ته ځواب وركول وي۔ ده ووئېل عمران خان د هېواد د خ??رج?? پالېسۍ بنياد اېښودلے٬عمران خان به په خپلواكه خ??رج?? پالېسۍ كومه سمجهوته ونه كړي٬عمران خان تل د هېواد مقام مقدم ساتلے ۔ وزير مملك?? فرخ حبيب ووئيل عمران خان د اسلامو فوبيا او ناموس رسالت مقدمه كړې٬عمران خان كله هم قامي غېرت ته زيان نه دې رسولے ٬ټول قام عمران خان سره ولاړ دے٬ ده ووئېل عمران خان به تر آ??ري بال مقابله كوي٬د قام په وړاندې رېښتيا وئېل زمونږ ډ تولو اجتماعي ذمه واري ده۔اقتدار د عمران خان مجبوري نه ده٬هغه تل د اقدارو سياست كړے