اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف دوهم چيئرمېن او پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي الېکشن کمېشن يوه آئيني اداره ده د كومې ذمه واري چې سپېځلې ټاكنې ك??ل دي٬ وزيراعظم د اسمبليانو تحليل كولو تجويز وركولو سره نوې ټاكنو پلو د تللو اختيار لري۔ د دې خ??الاتو ??رګندونه ده د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ ده ووئيل يو اړخ ته مونږ په افغانستان كښې عدم استحكام سره مخ يؤ نو بل اړخ ته هندوستان په حادثاني توګه توغندې توغولو سره د منطقې امن په داؤ لګوي۔ په دې حالاتو كښې غېر يقيني صورتحال ته دوام وركول د هېواد په ګټه نه دي۔ ده ووئيل په دې صورتحال كښې يواز??نې حل سپېځلې ټاكنې په وخت كول دي۔