اسلام آباد13اپرېل(اے پی پی) وزيرا??ظم شهباز شريف د شورو په ورځ د اېم كيو اېم پاكستان قيادت سره ملاقات لپاره بهادر آباد كښې د اېم كيو اېم پاكستان هېډ آفس دوره كړې ۔د وزيرا??ظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د اېم كيو اېم قيادت وزيرا??ظم شهباز شريف له په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔دوي سندھ او په خاص توګه د كراچۍ تعمير او پرمختګ او د اولس ښېګړی باوري كولو له د وفاقي حكومت سره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه وكړه۔دغسې وزيرا??ظم د كراچي سركلر رېلوے او كے فور غوندې مهمو پرمختيائي پروژو په وخت بشپړولو زور راوړو او په كراچۍ كښې د يو نوي پوهنتون جوړولو اعلان يې وكړو۔ده د ټولو اتحادي ګوندونو د اولسي ښېګړی عزم وستائېلو۔په ملاقا?? كښې د اېم كيو اېم كنوينئر ډاكټر خالد مقبول ??دي??ي٬سينئر ډپټي كنوينر عامر خان٬سيد امين الحق٬ډاكټر فروغ نسيم او كنور نويد جميل نه علاوه د قامي اسمبلۍ غړو شاهد خاقان عباسي٬مريم اورنګزېب٬مولانا اسعد محمود٬احسن اقبال او نور ګډون كولو۔په ملاقا?? كښې د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه هم موجود ؤ