اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه کشمير سرښار سرينګر جامع مسجد كښې د شب قدر او جمعة الوداع په اجتماعات د پابندۍ غندنه كړې۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې وئيلي دي د هند قابضو ځواكونو د روژې مباركې په م??اشت كښې د هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه زيات كري،هند د سرينګر په جامع مسجد كښې د شب قدر او جمعة الوداع په اجتماعات پابندي لګولې چې پاكستا?? ئې په سختو ټكو غندنه كوي۔ وياند ووئيل د امن او د رحمتونو په م??دسه م??اشت كښې د كشمير د مسلمانانو په مذهبي آزادۍ قدغن لګولے شوے كوم چې د غندنې وړ دے۔ وياند ووئيل په م??بوضه جمو و كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا دا د ظالمانه اقدامات يوه نوې كړۍ ده چې ورسره د مسلمانانو مذهبي جذبات مجروح شوي د دې نه وړاندې په م??بوضه کشمير كښې د قرآن پاک بې حرمتي، جومات او امام بارګاه ته د اور لګولو ناوره پېښې هم رامخې ته شوي۔ وياند ووئيل هندې پوځ په م??بوضه کشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي او ان تر دې چې په مذهبي آزادۍ ئې هم قدغن لګولے۔ وياند ووئيل پاکستان په م??بوضه سيمه كښې د هند لخوا د كشمي??ي مسلمانانو په مذهبي آزادۍ د بندېز لګولو په سختو ټكو غندنه كوي۔