اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د تېرو شپږو اونيو نه آئين سره لوبې كېږي٬په هېواد كښې د آئيني بحر??ن پېدا كولو هڅه كولې شي٬ وفاقي كابينې واضحه كړی چې د كوم ډول مداخلې يا د اختياراتو كمېدل به قبول نه كړے شي٬هېواد دې د كوم آئيني بحر??ن پلو د بوتللو هڅه ونه كړی شي۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د توان وفاقي وزير خرم دستګير خان سره يوځاې خبريالانو ته د بريفنګ وركو??و په مهال وفاقي وزير ووئيل د تېرو شپږو اووه اونيو څخه د پاكستان آئين سره د ځينې آئيني چارواكو لخوا چې كوم سلوك كېږي په دې د پاكستان اعلٰی عدالتونو بې مثاله پريكړې كړي ٬حكومتونه بدلېږي رابدلېږي خو داسې صورتحال كله هم نه دې راپیدا شوے ۔له بده مرغه دې ځل يو عادت جوړ كړے شوے چې هر څيز د قانون او آئين په ضد كولې شي۔د?? ووئيل نن كابينې د ??نج??ب د ګورنر په معامله تفصيلي غور كړے ٬په كابينه كښې د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګي ده٬پي پي پي٬جے يو آئي٬اېم كيو اېم٬بي اېن پي٬اے اېن پي او د مسلم ليګ(ن)پشمول ټولو ګوندونو په دې معامله خبرې كړي۔د?? ووئيل كابينې په دې خبره اندېښنه ښودلې چې د وزيراعظم آئيني اېډوائس كوم چې د آرټيكل 101 او آرټيكل 48 تابع دے ٬په دې صدر مملكت عمل نه دے كړے۔د?? ووئيل وفاقي كابينې د ??نج??ب ګورنر عمر سرفراز چيمه لرې كولو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د لېږلې شوي اېډوائس توثيق كړے او د دې منظوري يې وركړې۔ د?? ووئېل كابينې د دې عزم څرګندونه كړې چې د پاكستان آئين له مخې حاكميت د لوي څښتن دے او د پاكستان د رياست ٬ حكومت او د رياست چارې د اولس ټاكلې شوو استازو ته د وزيراعظم او كابينې لاندې استعمالول دي۔د?? ووئيل دا پريكړه هم شوې چې په دې معامله به په قامي اسمبلۍ كښې هم بحث كولې شي او په دې لړ كښې به يو قرارداد هم وړاندې كولې شي۔