اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د عمران خان حكومت چې آئي اېم اېف سره كوم لوظونه كړي دي، هغه پوره كول مشكل دي، اوسنې حكومت د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې ?? كومې اضافې اراده نه لري، په پېټروليم مصنوعاتو د سبسډې د خاتمې لوظ د عمران خان حكومت كړے و?? د ??مران خان ?? حكومت د نااهلې په وجه اېل اېن جي درآمد نه كړے شو، چې كله مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت پرېښودو نو مونږ غنم او چيني برآم?? كوله، تحريك انصاف چيني او غنم درآم?? كولو سره حكومت پريښې. پاكستان كوم چې يو زرعي هېواد دے ، به د روان مالي كال په مهال د 8 ار??ه ډالرو زرعي مصنوعات درآم?? كوي چې پكښې د 4 ار??ه ډالرو خوراكي تېل هم شامل دي?? د ??مران خان د نااهلې په وجه معيشت په خساره كښې دے، عمران خان ته د خپل ځان نه علاوه ټول غدار ښكاري?? د ??مران خان ?? حكومت په دور كښې په برآمداتو كښې د اضافې ډېر شور و خو په حقيقت كښې په برآمداتو كښې 25 او په درآمداتو كښې 50 فيصده اضافه شوې ده?? د ??مران خان ?? حكومت په دور كښې سره هم بهرنيو هېوادونو ته قاچاق شوې. د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د نن خبري كانفرنس مقصد د قومي معيشت نقشه وړاندې كول دي. ده ووئيل چې چې كله مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت پرېښودو نو مونږ غنم او چيني برآم?? كوله خو تېره اونې اي سي سي د 30 لكه ټن غنمو درآم?? كولو منظوري وركړې ده. چې كله د پي ټي آئي حكومت راغلو نو په وړومبي كال چيني په 48 روپې كلو برآمد كړې شوه او بيا په 96 او 98 روپې كلو درآمد كړې شوه. ده ووئيل چې زما نه د يوې مياشتې د كاركردګې حساب غوښتونكي دې د خپلو څلورو كلونو حساب وركړي.