اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د يو كس ضد، انا او د تکبر له امله ??ېك??ا تر څلورو كالو نظرانداز كړې شوې ٬ د پخواني حكومت د بې غورۍ له امله نن د ترهګرۍ پېښې بيا سر پورته كوي٬ ٬ وزيراعظم د ترهګرۍ پحقله د 8 غونډو مشري كړې٬ ھغوي صوبو او د وفاق برخو سره رابطې كوي ځكه چې ھغوي د ضد، انا او د تکبر مسئل?? نه لري۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ ??ښې د مولانا عبدالاکبر چترالي او د ډاکټر فهميده مرزا لخوا د پورته كړو نكاتو په ځواب كښې مريم اورنګزېب ووئيل ترهګري بيا په پاكستان كښې سر پورته كوي٬ د تېرو څلورو كالو په مهال د نېشنل کاٶنټر ټېررازم اتھارټۍ (نېکټا) يوه غونډه نه وه رابللې شوې٬ د ??ېك??ا مشري وزيراعظم كوي۔ دې ووئيل پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په كال 2014 كښې وړومبۍ امنيتي پاليسي وركرې وه٬ د د?? نه پس قامي اېكشن پلان جوړ كړے شوے ؤ ۔ د د?? نه وړاندې د شګفته جماني د اعتراض په نكته ووئيل شول سندھ كښې پېپر آٶټ كېدل نوې خبره نه ده، مجاز اتھارټۍ په ??مد??تي توګه د غبرګون څرګندونه كړې وه٬ دا خبره كليئر كړې شوه چې پيپرز سيلډ دي او ھغه پېپر په دوېمه ورځ رامخې ته شوے۔ دې ووئيل جېکب آباد ، حېدرآباد ګرمۍ راغستې دي ٬ د حېسكو طريقه كار نامناسب دے ٬ شل شل ساعته لوډشېډنګ كېږي٬ اولس د ګرمۍ نه پوزې له راغلے دے۔ ډاکټر فهميده مرزا د اعتراض په نکته ووئيل د لوډشېډنګ له امله اولس ستونزو سره مخ دے٬ په امتحاني حالونو كښې ماشومان بې هوشه كېږي٬ دغه ماشومان زمونږ سباٶن دے٬ دې ووئېل كه ماشومانو ته رولمنټ كارډ هم نه ترلاسه كېږي نو د دې څخه د صورتحال اندازه لګېدے شي٬ دې ووئيل په 14 كالو كښې صوبائي واكمنو د معياري تعليم په حقله يو نظام وړاند?? نه كړے شو ۔ مولانا عبدالاکبر چترالي د اعتراض په نكته ووئيل د لواري ټنل نه وراندې په سړك يو كال راهسې كار بند دے٬ په كوز او بره چترال كښې 12 ساعته لوډشېډنګ كېږي٬ پېسکو او پېډو د اولس نه پېسې اخستي او د دغې باوجود د دولسو نه تر شپاړسو ساعتو لوډشېډنګ كوي