اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) صدر ډا??ټر عارف علوي د سرکاري دستاويزات په افشا كولو د نېب افسر ?? نوکري نه د وېستلو سزا برقرار ساتلې ۔ د سكهر نېب پخواني ډپټآ ډائرېكټر فهيم الله خفيه سرکاري معلومات په غې?? قانوني توګه يو مطلوبه ملزم ته وركړي وو او نېب ته په كېس كښې مطلوب كس د نيولو نه تښتېدلے ٶ۔ صدر مملکت ډا??ټر عارف علوي ووئيل د كرپټ كسانو يوازې د نوكرۍ نه وېستلو سزا كافي نه ده٬ ده امر وكړو چې نېب دې د كرپټ چارواكو او په كېس كښې د شاملو نورو كسانو په ضد هم كاروائي وكړي ۔ صدر عارف علوي ووئيل نېب دې د عدالت په مرسته په كېس كښې ككړو ټولو كسانو له سزا وركړي٬ کرپټ چارواكو هېواد سره درغلي كړې او د بدعنوانۍ مخ نيوي په اداره كښې ئې كرپشن كړے۔ د يادونې ور ده د سكهر نېب پخوانے ډپټي ډائرېكټر فهيم الله د سروس نه وېستلے دے٬ كرپټ چارواكي خفيه سرکاري معلومات په غې?? قانوني توګه يو مطلوب ملزم ته وركړي وو او نېب ته په كېس كښې مطلوب كس د ګرفتارۍ نه تښتېدلے ٶ٬ د انکوائرۍ نه پس د فهيم الله په ضد په تورونو ثابتېدو ھغه نېب د نوكرۍ نه د وېستل ؤ۔ دغسې کرپټ افسر ?? خپلې سزا خلاف صدر مملکت ته اپيل كړے ٶ۔ صدر مملکت د فهيم الله درخواست مسترد كړے او د نېب لخوا سزا ئې برقرار ساتلې۔ صدر مملکت خپله پرېكړه كښې وئيلي دي چې ما د فهيم الله اپيل مسترد كړے، نېب دې سکھر كښې د كرپشن په كېس كښې په تفصي?? سره تحقيقات وكړي